غزني ښار (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): د غزني د اندړو اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ادارې بايد د دې ولسوالۍ د ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کړي.
په اندړو کې شاوخوا٤٠ د رايو مرکزونه دي، چې په تېرو ټاکنو کې يواځې ٢٨ يې فعال او پاتې نور د نا امنيو له امله تړلي پاتې وو.
ځينو خبريالانو د سې شنبې په ورځ دې ولسوالۍ ته سفر کړى و، څو د دويم پړاو ټاکنو د امنيت او په کې د وسله والو د خوځښتونو جاج واخلي.
دا ولسوالي غزني ښار سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده، د هوا له ګرمېدو سره په کې د وسله والو خوځښتونه ډېر شوي او خلک يې اندېښنه لري چې په لارو کې يې ډېر ماينونه خښ شوي دي.
يو شمېر اوسېدونکي يې نيوکه کوي، چې په تېرو ټاکنو کې يې امنيت نه و نيول شوى، خو په دويم پړاو ټاکنو کې د ښه امنيت او د رايې اچولو لېوالتيا لري.
د اندړو ولسوالۍ اړوند د اټل په سيمه کې موده مخکې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، خو د هغه سربېره لا هم دغه سيمه ناامنه ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل، چې په ټاکنو کې ګډون ته هيله لري، خو بايد امنيت يې ونيول شي.
ده وويل: ((په سيمه کې مو پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس شته خو امنيتي ځواکونه بيا هم بايد دې سيمې ته پاملرنه ولري.))
قدم خېل بيا هغه سيمه ده، چې د يادې ولسوالۍ مقام ته څېرمه موقعيت لري.
د دغه کلي يوه اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل، چې تېر ځل يې په ټاکنو کې ګډون کړى او دويم پړاو ټاکنو کې هم د ګډون هيله لري.
ده هم غوښتنه وکړه، چې امنيتي ادارې بايد د ټاکنو امنيت ونيسي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم دېسي وال پژواک ته وويل، په لومړي پړاو ټاکنو کې ځينې سيمې ناامنه وې ، خو د دويم پړاو لپاره پوره تدابير نيول شوي دي.
ولسوال وايي: ((په ځينو سيمو کې پاځون کوونکي او سيمه ييز پوليس شته او په ټوله کې به ګډ امنيتي ځواکونه د دې ولسوالۍ د ټاکنو بهير وساتي.
ده زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې رايې مرکزونه د نا امنيو له امله تړلي دي ، خو نوموړي يې دقيقې سيمې او شمېر ونه ښود.
دى وايي: ((هغه سيمې د طالبانو په واک کې دي.))
په اندړ سربېره د غزني د نورو ولسواليو اوسېدونکي هم په ټاکنو کې د ګډون هيله لري، خو ممکنه ناامني د ټاکنو بهير پر وړاندې ننګونه بولي.
چارواکي وايي، د همدې نا امنيو له امله به د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د ټاکنو په ورځ ١٠٠ د رايو مرکزونه تړلي وي.
د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس اخترمحمد اجمل پژواک ته وويل، په لومړي پړاو کې ٤٠ د رايو مرکزونه تړلي وو، خو په دغو ټاکنو کې د ناامنيو له امله دغه شمېر ١٠٠ ته لوړ شو.
اجمل وايي، چې د ټاکنو په ورځ به په دغه ولايت کې د رايې ورکونې ٢٨٥ مرکزونه خلاص وي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک ته وويل، چې د پاتې نورو مرکزونو امنيت به خوندي او ټاکنې به په امنيت کې ترسره شي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا قوماندان جنرال غلام حيدر نېکپاى پژواک ته وويل، چې سرتېري به يې د ټاکنو امنيت خوندي کړي.
تر دې مخکې د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ چارواکو هم ويلي وو، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به د ټولو رايو مرکزونو او ټاکنو بهير امنيت وساتي.