Language

د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ جګړه شوې

اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې ځايي چارواکي وايي ، چې د وسله والو طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ نښته شوې ده.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار د کونړ ولايت نورګل ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ د مزاردرې په سيمه کې د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او  دوه نور ژوبل دي.

سيدخېل وويل ، چې دغه پېښه له امنيتي ساحې څخه ٢٠ کيلو متره لرې رامنځته شوې او دا اوازې يې رد کړې، چې ګوندې دغه خلک د رايو مرکز ته روان وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.