Language

پاکستانيو ځواکونو پر افغان سرحدي پوليسو بريدونه کړي

ګردېز (پژواک ٢٤ غبرګولى٩٣): پاکستاني پوځيانو د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر پوستو توغنديز بريدونه پيل کړي او نښته هم روانه ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني پوځيانو له سهاره تر اوسه د يادې ولسوالۍ پر سرحدي پوليسو بريدونه پيل کړي دي.

اورياخېل وويل، چې له يادو بريدونو سره هم مهال د کرښې له هغې غاړې پر دغو پوستو ډزې هم کېږي او مخامخ جګړه روانه ده.

امنيه قوماندان وويل، چې تر اوسه په دغو بريدونو کې افغان سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

دغه امنيتي چارواکي زياته کړه، چې دغو بريدونو د ټاکنو پر بهير هېڅ اغېز نه دى کړى او د رايې ټول مرکزونه پرانيستې دي.

بلخوا د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مشر شېرعلي فضلي پژواک ته وويل، چې تر اوسه د ټاکنو بهير پر وړاندې کومه ستونزه نشته او په ټاکنو کې د خلکو ونډه هم ښه ده.

هغه وويل، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو٢١٢ مرکزونه فعال دي او په ټولو کې يې ټاکنې روانې دي.

په پکتيا کې د پاکستاني پوځيانو توغنديز بريدونه په داسې حال کې دي، چې تېره شپه د کونړ ولايت پر يو شمېر ولسواليو هم پاکستاني پوځيانو ١٥ توغندويي بريدونه کړي دي.

د کونړ والي شجاع المک جلاله پژواک ته وويل، چې دغه توغندي پر شيګل او دانګام ولسواليو لګېدلي خو مرګ ژوبله نه لري.

Related Topics