اسعداباد (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پروسه په ښه توګه ترسره شوه او د رايو هېڅ يو مرکز تړلى نه و.
په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې او د مازديګر په څلور بجې پاى ته ورسېدې.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د ټاکنو د پروسې له پاى ته رسېدلو وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ټول ٩٤ د رايو مرکزونه پرانيستي وو.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د رايو هېڅ مرکز بند نه و او د وسله والو مخالفينو له بريدونو سره سره خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته.
جلاله وويل چې په يو شمېر سيمو کې د رايو پاڼې کمې شوې وې، خو وروسته دا ستونزه هواره شوه.
والي وايي، چې د نن ورځې په نا امنيو کې لس کسان وژل شوي چې درې يې امنيتي ځواکونه او ٧ يې ولسي وګړي وو.
د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې ٢٧ ملکي وګړي او ١١ د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.
جلاله زياتوي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې ١١ وسله وال وژل شوي او ١٣ نور يې ټپيان دي.
والي وويل چې په دې ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا د دغه ولايت پر شيګل ولسوالۍ ٢٠ توغندي هم توغول شوي، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.
په کونړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مسوول محمدظاهر اکبري پژواک ته وويل چې په پنځو مرکزونو کې د رايو پاڼې له وخته مخکې خلاصې شوې.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو پروسه په ښه توګه ترسره شوه، امنيتي ځواکونو کلک امنيت نيولى و او د دوى کارکوونکي له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه شول.
خو اکبري وويل چې په ځينو سيمو کې د دوى ځيني کارکوونکي د زورواکو له خوا ګواښل شوي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.