اسعداباد(پژواک ٢٥غبرګولى٩٣):د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د بې بيلوټه الوتکې په بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سېدخيل پژواک خبري اژانس ته وويل، نن دوه بجې د اېتلافي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د وټه پور ولسوالۍ د”څَپري” په سيمه کې هوايي بريد کړى.
امنيه قوماندان وايي، په دې بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د سېدخيل په وينا، په دې بريد کې ولسي وګړو ته زيانه نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو د دې بريد په تړاو څه نه دي ويلي