اسعداباد (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): په کونړ ولايت کې د ماين چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي او ٧ نور ټپيان دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د افغان ځواکونو له خوا له ناړۍ او غازي اباد ولسواليو د رايو صندوقونه مرکز اسعداباد ته لېږدول، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د اسمار ولسوالۍ اړوند د ډب خوړ په سيمه کې شوې چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي او ٧ نور ژوبل دي.
سيدخېل وايي چې په دې چاودنه کې د رايو صندوقونو ته زيان نه دى اوښتى.
امنيه قوماندان وويل، چې له ټولو ولسواليو د رايو صندوقونه مرکز ته رسېدلي دي او نن به يې کابل ته د لېږد لړۍ پيل شي.
وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په دې چاودنه کې ٩ سرتېري وژل شوي دي.