Language

چارواکي : وسله والو د کندهار پوهنتون لس استادان پاکستان ته اړولي

غزني ښار(پژواک ۲۷غبرګولى۹۳) : د غزني ولايت چارواکي وايي، چې وسله والو مخالفينو د کندهار پوهنتون له تښتول شويو استادانو څخه لس تنه يې د ډيورنډ له پولې هغه غاړه اړولي دي.

دغه استادان نږدې دوه اونۍ مخکې د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ ولسوال عبدالله خيرخواه د غبرګولي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وسله والو طالبانو تر تښتولو وروسته ياد استادان لومړى په اندړو او بيا يې ګيرو ولسوالۍ ته ولېږدول.

هغه زياتوي ، اوس دوى معلومات ترلاسه کړي، چې وسله والو له دې استادانو څخه لس تنه يې د ډيورنډ پولې پورې غاړې ته اړولي دي.

ولسوال وويل، چې د پاتې نورو استادانو په اړه له وسله والو طالبانوسره د قومي مشرانو له لوري خبرې رواني دي ، خو تراوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

دى وايي : (( تر اوسه وسله والو قومي مشرانو ته د هو يا نه ځواب نه دى ويلى.))

بلخوا د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي، چې د پوهنتون استادان تراوسه د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د استادانو د خوشې کولو په موخه ددوى هڅې روانې دي .

ده زياته کړه : (( موږ هره ورځ وسله والو ته قومي مشران ور لېږو، هغوى سره  خبرې روانې دي او ډېر ژر به يوې ښې پايلې ته ورسېږو.))

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد هم ياده خبره کوي او وايي ، چې په دې اړه د قومي مشرانو له لوري له وسله والو سره خبرې پيل شوې دي.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي له ټاکنو مخکې ويلي و ، وسله والو ژمنه کړې، چې تر ټاکنو وروسته به دغه استادان خوشې کړي.

 د هغه په وينا، دغه استادان د بهرنيو وسله والو له خوا تښتول شوي، چې اوس د کورنيو او بهرنيو وسله والو ترمنځ ستونزه هم پيدا شوې ده.

د ګيرو ولسوالۍ يوتن  قومي مشر، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هره ورځ له وسله والو سره خبرې کوي، خو په خپلو کې سره جوړ نه دي.

ده زياته کړه : (د وسله والو نه مشر معلوم دى نه کشر  او هره ورځ بېلابېل ډول بهانې کوي.))

د سرچينې په وينا، کله طالبان داهم وايي ، چې دا موضوع د پاکستان کويټې ښار پورې اړونده ده او هلته ولاړ شئ خپله ستونزه هواره کړئ.

Related Topics