Language

اسعداباد (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د اورلګېدنې له امله يوولس هټۍ او يو هوټل سوځېدلى دى.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اورلګېدنه د برېښنا د شارټۍ له امله، نن مازيګر د اسعداباد ښا د برېښنا بند د جادې د اوبلن ګاز په يوه هټۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، چې  دا اور لګېدنه له دوو ساعتونو وروسته د اطفائيې او هټيوالو له خوا کابو شوه.

نوموړي په دې پېښه کې د کره مالي زيان په اړه معلومات نه درلودل، خو ويې ويل، چې په دې اورلګېدنه کې د خوراکي او غير خوراکي توکو د يوولسو هټيو مواد او په دويم پوړ کې يو هوټل سوځېدلى دى.

هغه له ټولو هټيوالو وغوښتل، چې په خپلو ورځنيو چارو کې له پوره احتياط کار واخلي، ترڅو بيا له ورته پېښې سره مخ نه شي.

Related Topics