مزار شريف ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٥ تنه مړه او ١٦ نور ژوبل شوي دي.
دا پېښه نن د چنګاښ په ٧ مه، د سهار په شاوخوا اووه بجې د مزار شريف ښار د کابل کمربند په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د بلخ ولايت د لويو لارو د ترافيکو امر سمونمل محمد مراد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه د سپرليو د ٤٠٤ او لارۍ موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ٤٠٤ موټر له کابل څخه راغلى و، چې له مخامخ راتلوونکې لارۍ سره جنګېدلى دى.
د ترافيکو امر وويل ، چې په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او ١٦ نور ژوبل دي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي .
محمد مراد د پېښې لامل د ٤٠٤ موټر بې احتياطي وبلله او زياته يې کړه، چې دوى د شپې ناوخته روانيږي او بيا په لاره کې يې خوب وړي.
دى وايي، چې ددواړو موټرو چلوونکي ژوندي دي ، د پوليسو له خوا نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
د مزار شريف د ملکي روغتون د بيړنۍ څانګې يوه مسوول پژواک ته وويل ، چې دوى ته ١٦ ټپيان او پنځه جسدونه راوړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په مړو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او يو نارينه شامل دي او په ټپيانوکې څلور ښځې او ١٢ يې نارينه دي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوي، چې له امله يې ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرون د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره ديوې ترافيکي پېښې له امله ١٩ تنه مړه او ٨ نور ژوبل شوي وو.