Language

چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

اسعد اباد ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېـل د چنګاښ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ناوخته د شيګل ولسوالۍ اړوند د شينکوړک په يوه غرنۍ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې يو شمېر ماشومان د سون  لرګيو د راوړلو په موخه غره ته تللي وو.

هغه زياته کړه، پر دوى د هاوان مرمۍ چاودېدلې، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

دى وايي د يادو ماشومانو عمرونه د ١٠ او ١٥ کلونو ترمنځ وو.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د شينکوړک سيمې يوه اوسېدونکي زاهــدالله پژواک ته وويل ، چې وژل شوي هلکان سره وروڼه دي .

هغه زياته کړه، دوى له هاوان مرمۍ سره لوبې کولې، چې پرې چاودېدلې ده.

د يادونې ده ، چې په هېواد کې د نا امنيو او جګړو پر مهال د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، چې په تېر يوه کال کې په افغانستان کې تر ٥٠٠ ماشومان وژل شوي او شاوخوا ١١٠٠ نور ژوبل شوي دي.

Related Topics