اسعد اباد ( پژواک، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : د کونړ د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په مرکز او ولسواليو کې په تېرو درېيو مياشتو کې ٨٠ تنه سپيو داړلي دي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سپي په ښکاره لـيوني نه دي، خــــو دوى پر داړل شويو خلکو د ليونيو سپيو واکسين تطبيقوي.
هغه زياته کړه، چې په مرکز کې د عامې روغتيا وزارت له خوا ورته ٢٠٠ واکسين ورکړل شوي او دوى پر ټولو داړل شويو خلکو تطبيق کړي دي.
د نومــوړي په ويــنا، اوس په روغـتون کې له دوى سره يو واکسين هم نشــته ، خو زياتوي چې له وزارت څخه يې د نورو واکسينونو غوښتنه کړې ده.
فــضلي وايي ، چې د ليوني سپي داړل يوه خطرناکه ستونزه ده ، خو درملنه يې د واکسيــن په وسيله سره کېدونکې ده.
نوموړي زياته کړه، چې که يو څوک ليـونى سپى او يا شکمن ليونى سپى وداړي، نو په دېرشو ورځو کې ورته پنځه واکسين تطبيقيږي.
د عامې روغتيا رييس وايي ، چې ديوه ګډ کمېسيون له خوا چې ښاروالي ، امنيه قومانداني او د عامې روغتيا رياست له خوا جوړ شوى، د دغو سپيو د وژلو کمپاين پيل کړى ، چې تراوسه يې په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې سلګونه کوڅه ډبي سپي وژلي دي.
هغه وايي ، تر اوسه داسې راپور نه لري ، چې څوک دې ددغو سپيو د داړل کېدو له امله مړه شوي وي..
د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار يو تن اوسېدونکى ضياءالحق وايي، چې تېره اونۍ يې دوه د تره زامن ليوني سپي داړلي وو.
هغه زياتوي ، چې دوى د درملنې په موخه ننګرهار ولايت ته يوړل شول ، هلته واکسين ورته وشواو اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.
نوموړى وايي، چې د اسعداباد په کرهالي سيمه کې يو بل ماشوم ليوني سپيي داړلى و، بيا يې پېښور ته د درملنې په موخه وړى و، خو هلته مړ شو.
د مرکز د کرهالې يو بل اوسېدونکي محمد صالح پژواک ته وويل، چې تېره مياشت يې لور ليوني سپي داړلې وه، روغتون ته يې يوړه، خو هلته واکسين نه و .
د هغه په وينا، بيا اړ شو چې له بازار څخه دليوني سپي واکسين په بيه وپيري .