کندهار (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٣): په کندهار ولايت کې د سوېلي زون په کچه د واکسيناسيون د ځانګړي مرکز لپاره د يوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سوېلي حوزې لپاره د واکسيناسيون د مرکز دغه ودانۍ د ملګرو ملتونو د نړيوالې ادارې (يونسيف) په مالي ملاتړ جوړېږي.
هغه زياته کړه، پر دغې ودانۍ ٣٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په درې پوړه کې د يوه افغان ساختماني شرکت له خوا په ٦ مياشتو کې جوړېږي.
د نوموړي په وينا، د ودانۍ لپاره درې جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې يو لوى زېرمتون، د واکسين ساتلو سړه خونه، ټرېننګ هال او د اړتيا وړ نور ملحقات به ولري.
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره، چې د کندهار ښار د دوهمې ناحيې اړوند د صحي علومو له انسټيټوټ سره په خوا کې جوړېږي، د واکسين چارې نورې هم منظمې او چټکې شي.
پخلا وايي، په دغه مرکز کې به نه يواځې د پوليو، بلکې د ټولو خطرناکو ناروغيو واکسين ورکول کېږي.
ده زياته کړه، له ميرويس حوزوي روغتون څخه به د واکسيناسيون څانګه همدې ودانۍ ته راولېږدوي او د ټول سوېلي زون په کچه به په ډېره ښه توګه فعاليت کوي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د واکسيناسيون د ځانګړي مرکز د ودانۍ په جوړولو خوښي وښودله او ويې ويل، چې په دغې حوزه کې په د يادې ودانۍ په جوړېدو سره د واکسيناسيون چارې منظمې او په ماشومانو کې به د ناروغيو کچه ټيټه شي.
هغه د يونسيف له ادارې مننه وکړه، چې په کندهار ولايت کې يې د واکسيناسيون د ځانګړي مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو لګښت په غاړه اخيستى دى.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه په سوېل کې په ماشومانو کې نه يواځې د پوليو، بلکې د نورو ناروغيو کچه هم لوړه ده، چې له مخې د واکسيناسيون د چارو د لا ښه نظم په موخه دغسې يوه ځانګړي مرکز ته اړتيا ليدل کېدله.
د ودانۍ د بنسټ د ډبرې ايښودلو په مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا سربېره د يونسيف ادارې مشر عبدالجبار حسن او يو شمېر نورو ګډون کړى وو.