محمود راقي ( پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٣ ) : په کاپيسا ولايت کې يوه پلار د خپل ځوان زوى تر وژلو وروسته ځان وژنه وکړه .
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن د ولايت د مرکز محمود راقي اړونده د اړوکو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ياد کلي يوه اوسېدونکي خپل ځوان زوى وژلى او بيا يې وروسته ځان هم وواژه.
قادري وويل ، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
د محمد اغا په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې ٤٠ کلن سړي خپل زوى د چره ييز ټوپک پر ډزو سره وژلى او بيا يې پر ځان هم ډزې کړې دي.
دى وايي ، چې ياد پلار په نشه يي توکو روږدى و او ځينې کورنۍ ستونزې يې هم درلودې.
د يادونې ده ، چې تېره ورځ ددې ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې يوه پېغله په مرموز ډول وژل شوې وه.