Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ثریا دلیل:  دسنګین په جګړه کې د ٣٨٠ ټپي شوو کسانو ښه درملنه روانه ده

ثریا دلیل: دسنګین په جګړه کې د ٣٨٠ ټپي شوو کسانو ښه درملنه روانه ده

author avatar
3 Jul 2014 - 15:57
ثریا دلیل:  دسنګین په جګړه کې د ٣٨٠ ټپي شوو کسانو ښه درملنه روانه ده
author avatar
3 Jul 2014 - 15:57

لښکرګاه(پژواک ۱۲ چنګاښ۹۳):دعامي روغتیا وزیره وايي،چې دسنګین په جګړه کې د ټپي شوو کسانو د درمنلې لپاره  يې خپل ټول امکانات په کار اچولي دي.

ثریادلیل دا څرګندونې د لښکرګاه په ملکي روغتون کې دسنګین په جګړه کې له ټپي شوو کسانو څخه د لېدنې پر  مهال  وکړې.

دلیل وویل ، د دې ولایت  له شمالي ولسوالیو څخه ۳۸۰ تنه ټپيان د هلمند روغتونو ته ور  وړل شوي، چې ۶۱ ښځې او ۲۸ ماشومان  هم  په کې شامل دي.

هغې ونه وويل، په  دې ټپيانو کې څومره يې ملکي او څومره  يې  امنيتي سرتېري دي.

د دې په وینا، چې له جګړې سره سم يې د ټپیانو په موخه درمل، له ټپيانو څخه دلیدنې ډله او نور امکانات هلمند ته رالېږلي وو،  چې له امله يې کارونه ښه پر مخ روان دي.

دلیل زیاته کړه ، په یاد شمېر ټپيانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون داسې ټپيان هم شته، چې لاسونه او پښيې يې له لاسه ورکړي .

د عامې روغتيا وزيرې وويل: (( په ټول هلمند کې زموږ  روغتونونه شپه او ورځ خلاص وي او ډاکټران يې کار کوي.))

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعیم  د عامي روغتیا له وزیرې وغوښتل، چې په هلمند کې دې ۲۵۰بستریز روغتون جوړ کړي.

والي زیاته کړه، چې د روغتیا وزارت ته  به دنوي روغتون دجوړېدو په  موخه ۲۴۰ جریبه ځمکه ورکړي، څو د معیاري خدمتونو لپاره ټولې اړتیاوې په کې پوره  شي.

د هلمند دعامي روغتیا ریيس عنایت الله غفاري وویل،دشمالي ولسوالیو دجګړې دقربانیانو د درملني په موخه يې ۳۸ کلینیکونه، ۶  امبولانسونه  په بېلا بېلو سیمو کې چمتو کړي دي.

په سنګین کې جګړه  ۱۳ ورځې وړاندې پیل شوه، چې د مرګ ژوبلې سربېره زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې  ځایه شوې او اوس هم په سختو حالاتو کې ژوند تېروي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، چې لا هم د سنګين  د شاروان کلا د نيسي زو ، کوټي زو  او په  يو شمېر نور سيمو کې  خال خال جګړه روانه ده.

ده وويل، چې وسله والو د جګړې توان له لاسه ورکړى او د تېښتې په حال کې دي.

امنيتي ادارو دمګړۍ د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي؛خو د هلمند امنيه قوماندان د چنګاښ په ١٠مه ويلي و ، چې د طالبانو له لوري خښ شوي ماینونو يې د ځواکونو دپرمختګ مخه نیولې ده.

پاسوال ارکانحرب عبدالقیوم  باقي زوى په وينا، وسله والو يې پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکړی؛ خو په ځينو سيمو کې خال خال جګړه شته.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.