Language

د بلخ محصلین: ولسمشر دې د لوړو زده کړو قانون توشېح کړي

مزارشريف (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د بېلابېلو پوهنتونونو محصلينو له ولسمشره د لوړو زده کړو د قانون د توشېح غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه په مزارشريف کې د چنګاښ په ۱۵مه د شمال زون د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د بلخ د محصلينو د همغږۍ د مرکز له لوري په جوړه شوې غونډه کې وشوه، چې د دغه ښار د مدني ټولنو ځينو فعالينو هم په کې برخه اخيستې وه.

دا په داسى حال کې ده  چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر تر هغه نشي کولاى، چې د قانون کومه طرحه توشېح کړي تر څو چې ولسي جرګې تصويب  او مشرانو جرګې تاييد کړى نه وي.

د لوړو زده کړو قانون مسوده له ١٣٨٥ کال راپه دېخوا په ولسي جرګه کې بې برخليکه پاتې دى او هر ځل چې عمومي غونډې ته د پرېکړې په موخه وړاندې کېږي د پوهنتون او دانشګاه کلمو تر څنګ د ځينو نورو ستونزو له امله د جرګې د غړو ترمنځ شخړى پيدا کېږي او دغه طرحه له پرېکړې پاتې کېږي.

د بلخ د محصلينو د همغږۍ د مرکز مسوول سيدمحمد يزدان پرست پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د معياري لوړو زده کړو لپاره د لوړو زده کړو د قانون شتون خورا مهم دی، چې جوړ شوی خو لا هم نه دی تصويب شوی.

نوموړي زياته کړه، د ياد قانون نه شتوالي په هېواد کې د لوړو زده کړو بهير ټکنى کړى دى.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې له دولتي پوهنتونه نيولې تر خصوصي پوهنتونونو پورې په يوه ټولګي کې تر ۱۲۰ پورې محصلين په يوه خونه کې د زده کړې لپاره ناست وي، چې دا د معياري لوړو زده کړو خلاف کړنه ده.

يزدان پرست وويل: ((په ولسي جرګه کې د لوړو زده کړو قانون د پوهنتون او دانشګاه کلمو د کارولو او نه کارولو د لانجې قرباني شو او له همدې امله يې تصويب ځنډول شوی دی.))

نوموړي زياته کړه، دوی باور لري چې په ولسي جرګه کې د ژبنيو او سياسي تعصبونو له امله د لوړو زده کړو قانون نه تصويبېږي.

د هغه په وينا، له همدې امله له ولسمشر حامد کرزي څخه د لوړو زده کړو د قانون د توشېح غوښتنه کوي.

په مزارشريف ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون د ادارې او عامه پاليسۍ پوهنځي محصلې نيلوفر شريفي پژواک ته وويل، چې د لوړو زده کړو د قانون د نشتوالي له امله په هېواد کې د دولتي پوهنتونو تر څنګ د خصوصي پوهنتونو چاپېريال هم د اړتيا تر کچې علمي نه دی.

نوموړې زياته کړه، دولت او په ځانګړې توګه ولسمشر حامد کرزی بايد د خپلې دورې په وروستيو ورځو کې د لوړو زده کړو د قانون د توشېح په اړه جدي فکر وکړي.

د هغې په وينا، د ياد قانون له توشېح سره به په هېواد کې د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو لپاره اسانه قانوني لارې چارې برابرې شي، چې ورسره به ځوانان په علمي برخه کې خورا پرمختګ وکړای شي.

په بلخ ولايت کې د مدني ټولنې فعال نوراغا شريفي د محصلينو له خوا د لوړو زده کړو د قانون د توشېح غوښتنه د لوړو زده کړو د ستونزو د حل لپاره نېک ګام وباله.

نوموړي زياته کړه، د همدې قانون د نشتوالي له امله په پوهنتونو کې محصلين له علمي پلوه له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، په پوهنتونونو کې د څېړنې لپاره ښکاره مکانیزم شتون نه لري، د لابراتور نشتوالی، د علمي معياري چپټرونو نشتوالی او داسې نورې ستونزې شته، چې د قانون له توشېح سره يې د له منځه تلو شونتيا ډېره ده.

Related Topics