غزني (پژواک ۱۹ چنګاښ ۹۳): په غزني کې د امنيتي پېښو د مخنيوي لپاره سر له سبا د موټرسايکل پر ګرځولو بنديز لګول کېږي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پرېکړه د ممکنه امنيتي پېښو د مخنيوي او کموالي په موخه شوې ده.
ننګ زياته کړه: ((د ولايت مقام او امنيتي ادارو غوڅه پرېکړه وکړه، چې ټول موټرسايکل هغه چې اسناد هم لري، بايد ونه ګرځول شي.))
د والي وياند زياته کړه، چې پر موټرسايکلو دغه ګرځبنديز به تر نامعلومې نېټې وي او هيڅوک نه شي کولاى چې له دې پرېکړې سرغړونه وکړي.
د ننګ په وينا، چې په دې وروستيو کې د نا امنيو په يو شمېر پېښو کې له موټرسايکلو کار اخيستل شوى دى.
بلخوا د غزني ښار يوه اوسېدونکي محمدعارف پژواک ته وويل، چې موټرسايکل خلک د خپل ستونزو حل کولو په موخه ګرځوي او په بندېدو سره به يې ستونزې نورې هم ډېرې شي.
هغه وايي، چې کشفي ارګانونه بايد د امنيت ساتلو لپاره نورې لارې چارې ولټوي.
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي احمدخالد بيا پژواک ته وويل، چې که د موټرسايکلو پر بندولو امنيت راتلاى شي نو د ولايتي ادارې د پرېکړې هرکلى کوي.
د يادولو ده، تېره اونۍ د غزني په ښار کې نامعلومو وسله والو، چې پر موټرسايکلو سپاره وو د يوه بريد په ترڅ کې درې حکومتي مامورين ووژل او وروسته له سيمې وتښتېدل.