Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترافیکي پيښه کې ۱۱ تنه ټپیان شول

جلال اباد ( پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۳ ) : د کابل – جلال اباد پر یوه لاره په یوه ترافیکي پيښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د چنګاښ په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن غرمه د یادې لوې لارې په اودو کې د لغمان دقرغیو ولسوالۍ اړونده د کاکڅ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې د کرولا او موټر د ټکر له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان لومړی د کاکڅ کلینک او بیا د ننګرهار روغتون ته ولیږدول شول او ددریو ټپیانو روغتیایي حالت داندیښنې وړ ښودل شوی دی.

دیادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په دې لاره ډیرې پيښې رامنځته شوې دي.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.