مزارشريف ( پژواک، ۲٢ چنګاښ ۹۳ ) :د بلخ ولايت د درې ولسواليو لپاره د وسله والو طالبانو د پوځي قوماندان او درې ولسوالانو په ګډون ۱۲ وسله وال ونيول شول او دوه نور وژل شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمان رحيمي د چنګاښ په ۲۲مه، په خبري ناسته کې وويل، چې بېګاه شپه يې په شولګر، کشندې او زارع ولسواليو کې په يو مهال عمليات پيل کړل.
نوموړي زياته کړه، چې په درې واړو ولسواليو کې د يادو ولسواليو د امنيه قوماندانيو له لوري په همغږۍ سره د شپې له خوا د وسله والو مخالفينو د تښتېدو لارې بندې او سهار مهال پرې عمليات پيل شول.
د هغه په وينا، په لومړي سر کې وسله والو پوره څلور ساعته له پوليسو سره نښته وکړه؛ خو د تېښتې د لارو د بندېدو له امله ورته مرګ ژوبله هم واوښته او ژوندي هم ونيول شول.
پاسوال رحيمي وايي، چې په يادو عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان نيول شوي، چې دوه يې ټپيان او دوه نور يې ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې په نيول شويو کسانو کې د کشندې، زارع او شولګر ولسواليو لپاره د وسله والو طالبانو پوځي مسوول ملا عبدالقدير هم شامل دی.
امنيه قوماندان وويل، چې په دغو کسانو کې د درې واړو ولسواليو لپاره د طالبانو ولسوالان هم شامل دی.
رحيمي ددوى نومونه په ډاګه نه کړه او ويې ويل:(( يادې وسله والې ډلې په درې واړو ولسواليو کې عشر او زکات ټولوه، پر لارو يې ماينونه خښول، چې ډېری وخت به يې قربانيان عام خلک وو.))
د هغه په وينا، ياد عمليات د درې واړو ولسواليو د اوسېدونکو او قومي مشرانو په ملاتړ تر سره شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.