محمودراقي (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د کاپيسا چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو د دغه ولايت په تګاب او اله سای ولسواليو کې د نفوس شمېرنې مخه نيولې ده.
د نفوس شمېرنې کارکوونکو ويلي چې په يادو ولسواليو کې د دولت د مخالفينو له خوا شمېرنع درول شوې او کارکوونکو ته يې ګواښ کړی که هر چا په دې برخه کې کار وکړ نو وبه يې وژني.
د خيبر په نوم د تګاب يوه او سېدونکي پژواک وويل: ((زموږ يو شمېر مسوولينو هم له خپلو دندو استعفاوې کړې؛ ځکه د دولت وسله والو مخالفينو ورته ګواښ کړی.))
د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو ويلي، چې نفوس شمېرنه د دوى پر زيان دى ځکه نو دوى يې مخه نيسي.
خيبر وايي چې د نفوس شمېرنې کار د (G P S) په وسيله کېږي،، د هر کلي د هر کور مهمې ساحې نقشه کېږي چې له امله يې وسله وال له دغه کار څخه وېره محسوسوي.
بلخوا د کاپيسا د اله سای ولسوالۍ يوه اوسېدونکی او د نفوس شمېرنې کارکوونکي طارق پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم وسله والو د دوى د کار مخه نيولې ده.
د هغه په وينا، وسله وال هيچا ته اجازه نه ورکوي چې ( GPS) وکاروي او يا دې د هر کور، جومات يا مهمو لارو او سيمو نقشې وکاږي.
د طارق په وينا، وسله وال فکر کوي چې ښايي دغه کار ورته د ناامنۍ ستونزې پېښې نه کړي.
نوموړی وايي چې په تګاب او اله سای ولسواليو کې وسله والو ګواښ کړى، که نفوس شمېرنه ونه درېږي کارکوونکي به يې سخت مجازات کړي.
د کاپيسا د نفوس شمېرنې مسوولين وايي چې د دغه ولايت په امنو سيمو کې دا پروسه پيل شوې او لګښت يې د نړيوالې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
د کاپيسا د احصايې ادارې د نفوس شمېرنې امر اندېش پژواک ته وويل چې دوى دوه مياشتني، درې مياشتني او پنځه مياشتني کارکوونکي نيولي دي.
هغه زياتوي چې د مرکزي احصايې په سپارښتنه د دوى کارونه په تګاب او اله ساى ولسواليو کې درول شوي دي.
اندېش ومنله چې په يادو ولسواليو کې د دوى کارکوونکو ته د وسله والو له خوا د مرګ ګواښونه شوي دي.
دى وايي، هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې په يادو سيمو کې خپل فعاليتونه يو ځل بيا پيل کړي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی بيا وايي، دوى هڅه کوي د سيمو د قومي مشرانو په مرسته او منځګړيتوب دغه پروسه بېرته پيل کړي.