اسعداباد (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): درې مياشتې مخکې په کونړ ولايت کې د سلام مخابراتي شرکت پرانيستل شو، خو لا هم نه دى فعال شوى.
له کابل څخه د مخابراتو وزارت راغلي پلاوي په اسعداباد ښار کې له ځايي چارواکو سره يو ځاى د يادې انټرنېټي شبکې د پرانيستې پر مهال ژمنه وکړه، چې په څلورو ورځو کې به دا شبکه په رسمي توګه فعاليت پيل کړي.
خو دا دى درې مياشتې تېرې شوې، خو تر اوسه د سلام مخابراتي شرکت انټرنېټ په دغه ولايت کې فعاليت نه دى پيل کړى او خلکو په دې اړه شکايتونه پيل کړي دي.
په کـــونړ کې د ازادۍ راډيو خبــريال روح الله انوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د سلام شبکې په فعالېدو ډېر خوښ وو، چې اوس به يې دانټر نېټ ستونزه هواره شي.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې انټرنېټ نشته، دوى له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او نه شي کولى خپل راپورونه پر وخت مرکزي دفتر ته ورسوي.
په کونړ کې د شمشاد تلـويزيون خبريال فضل واحد افکـاري وايي چې رسنۍ او نورې دولتي او غير دولتي ادارې انټرنېټ ته زياته اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، د سلام شرکت په پرانيستل کېدو سره دوى خوښ وو، چې په دې برخه کې به يې ستونزه هواره شي، خو د دريو مياشتو په تېرېدو سره سره دې شبکې فعاليت نه دى پيل کړى.
ده زياته کړه، چې د خبر او ويډيو لېـږلو لپاره کله پر يوه دفتر ګرځي او کله په بل او د خلکو احسانونه اخلي.
په کونړ کې د يوه ساختماني شرکت مسوول انجنير شفيق وايي چې د انټرنېټ د نشتوالي له امله د دوى کارونه ټکني شوي دي.
هغه له مخابراتو وزارته وغوښتل چې ژر تر ژره په دغه ولايت کې خپله انټرنېـټي شبکه فعاله کړي، څو د دوى کارونه په سمه توګه روان شي.
د کونړ د مخابراتو رييس ډاکټر سيداحمد پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې دانټرنېټ نه شتون لويه او مهمه ستونزه ده.
هغه زياتوي ، انجنيران يې په دې برخه کې لاس په کار شوي او ٨٠ سلنه بشپړ شوي هم دي، ده ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د سلام انټرنېټ په دغه ولايت کې فعال شي.
د نوموړي په وينا، کونړ له مرکز کابل څخه په لرې واټن کې پروت دى او د وسايلو رسېدل يو څه وخت نيسي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن