Language

مزارشريف (پژواک ٢٤ چنګاښ ۹۳): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لارۍ موټرو، لسګونو موټرچلوونکو د ښاروالۍ له خوا د لوړ ټکس اخيستو په غبرګون  کې لاريون وکړ.

موټرچلوونکي، چې شمېر يې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته رسېده، د چنګاښ په ۲۴مه، د بلخ ولايتي شورا مخې ته په احتجاجي ډول راغونډ شوي وو.

دغه موټرچلوونکي، چې مزارشريف ښار ته د ودانيو د جوړېدونکو توکو (خښتې او جغل) لېږد کوي، ويل يې چې د مزار په امنيتي کمربندونو کې ترې د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د يوه موټر پر سر ۵۰۰ افغانۍ اخلي.

د صفت الله په نوم يوه موټرچلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا وختونو کې له دوی څخه د ښاروالي له خوا په امنيتي کمربندونو کې د موټر پر سر شل افغانۍ ماليه اخيستل کېده؛ خو له تېرو څو مياشتو ترې د يوه موټر پر سر ۵۰۰ افغانۍ اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، د ماليې دغه کچه ، د دوی د کاروبار پر وړاندې ستر خنډ دی.

بل موټرچلوونکي احمدالله پژواک ته وويل، چې دوی له دې امله هم غبرګون کړی،چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې دوه ځله ماليه نه اخيستل کېږي؛ خو دوی يې په ورکولو مجبور کړای شوي دي.

ده زياته کړه،چې پرته له يادو پيسو ، د هر موټر پر سر ٥٠٠ افغانۍ هغه مهال د کانونو وزارت ته ورکوي، چې جغل باوري.

ډېرى موټرچلوونکو ګواښ کاوه، چې که دولت ماليه کمه نه کړي، نو  دوی به  په ډله ييزه توګه د خښتو او جغل د لېږد لړۍ ودروي.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد هم وايي ، چې له موټر چلوونکو څخه دوه ځلې پيسې اخيستل کيږي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، دغه ستونزه له ښاروالۍ سره شريکه کړي او د حل قانوني لاره يې ولټوي.

خو د مزارشريف د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې دوی غير قانوني نه، بلکې د قانون په رڼا کې د ماليې غوښتنه کوي او له هر موټر څخه د توکو کچې ته په پام پيسې اخلي.

د ښاروالۍ مرستيال انجينر جان محمد وويل، چې د وزيرانو شورا له خوا د ودانيو د موادو د ماليې په اړه قانون تصويب شوی، چې له مخې يې بايد د زر خښتو پر سر ۵۰ افغانۍ او همداراز د يو متر مربع جغل پر سر ۵۰ افغانۍ ماليه واخيستل شي.

نوموړي زياته کړه، دوی دنده لري، چې ياد قانون پلی کړي.

د هغه په وينا، دوی د ولايتي شورا په منځګړيتوب دوه ورځې وخت واخيست، چې د لاريون کوونکو غوښتنې له  چارواکو سره شريکې کړي.