کندهار( پژواک د چنګاښ ٢٥مه، ٩٣) :چارواکي وايي، چې د اختر له را رسېدو سره سم يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ټينګ امنيتي تدابير نيولي دي.
دغه څرګندونې د ولايت مقام په اوونيزه امنيتي غونډه کې وشوې.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل، چې د اختر له را رسېدو سره يې امنيتي تدابير سخت کړي دي.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو په همدې موخه په کندهار ښار او ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي او لسګونو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دى وايي، وسله وال هڅه کوي د کندهار امنيت خراب کړي، خو امنيتي ځواکونه هڅه کوي د هغوى د فعاليتونو مخه ونيسي، تر څو د خلکو ژوند خوندي شي او په ډاډه زړه د اختر خوښۍ ولمانځي.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحميد حميد هم وويل ، چې له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د اختر په مناسبت عمليات پيل کړي.
هغه زياته کړه، روانه اوونۍ په خاکرېز، شاوليکوټ، ژيړۍ، ميوند او پنجوايي ولسواليو کې د تر سره شويو عملياتو پر مهال ٤٢ وسله وال وژل شوي او ٦ نور ژوندي نيول شوي دي.
د کندهار امنيتي ځواکونو په داسې حال کې د اختر له را رسېدو سره سم د امنيتي تدابيرو د سختېدو خبر ورکوي، چې يوه اوونۍ وړاندې د کندهار ولايت پر دوو دولتي ودانيو (ولايت مقام او امنيه قومانداني) ډله ييز وسله وال بريدونه وشول.
په دغو بريدونو کې ٢٢ وسله وال بريد کوونکي، ٥ تنه سرحدي او ملي پوليس او ٤ تنه ملکي وګړي ووژل شول او شاوخوا ١٦ تنه نور ټپيان شول.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په دې اړه په نننۍ غونډه کې وويل، افغان امنيتي ځواکونو تېره اوونۍ خپله وړتيا وښودله او په ډېر کم وخت کې يې د دواړو بريدونو مقابله وکړه او بريد کوونکي يې ووژل.
هغه امنيتي ځواکونه وستايل چې د روژې په مياشت کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د خلکو امنيت خوندي کړى.
د ولايت مقام په نننۍ امنيتي غونډه کې د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ پېښه په سختو ټکو وغندل شوه او د پېښې قربانيانو ته دعا او ټپيانو ته د بېړنې شفا غوښتنه وشوه.