ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ لسګونه توغندل ويشتل شوي

author avatar
16 Jul 2014 - 17:04
author avatar
16 Jul 2014 - 17:04

اسعد اباد، لښکرګاه (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې د دې ولايت پر سرحدي ولسواليو د پاکستانيو پوځيانو له لوري لسګونه توغندي ويشتل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې تر سهاره پورې، پاکستانيو پوځيانو د دانګام ولسوالۍ پر ګوريګا، د شيګل ولسوالۍ پر شلطن او د مرورې ولسوالۍ په سرحدي سيمو کې ٦١ د لرې واټن توغندي توغولي دي.

ده زياته کړه، په دې بريدونو کې چاته د سر زيان نه دى اوښتى، خو د خلکو کروندې او طبيعي ځنګلونه زيانمن شوي دي.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان امنيتي مسوولينو په اسلام اباد کې د توغنديو د بندېدو په اړه بحثونه کړي وو، چې له هماغه مهال تر تېرې ورځې د توغنديو توغول بند شوي وو، خو اوسمهال بيا پيل شول.

له بلې خوا د کونړ امنيه قوماندان وايي، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

د ده په وينا، په دې پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي او موټر ويجاړ شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې پېښې مسووليت منلى او ادعا يې کړې، چې پنځه دولتي عسکر يې وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو د نښتې په ترڅ کې دوه بهرني وسله وال وژل شوي دي.

په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه طالبان د ګرشک ولسوالۍ د پوپل زو ښاخ سيمه کې د درېيمي پلې لوا له سرتېرو سره په نښته کې وژل شوي او جسدونه يي د جګړي په سيمه کې پاتې دي.

سرچينه زياتوي، وژل شوي دواړه بهرنيان دي، خو دا نه ده معلومه چې د کوم هېواد اوسېدونکي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په ياده سيمه کې يې ۱۱ ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.

سرچينه وايي، د ملي اردو سرتېرو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د يوه کمين په ترڅ کې ۳۰ کيلوګرامه ترياک او يو کلاشينکوف له يو تن سره نيولي او اړوندو ارګانونو ته يې سپارلي دي.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه  څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.