Language

کندهار، پل علم ( پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۳ ) : په کندهار ښار کې خرقې مطهرې ته څېرمه د ماين چاودنې يو پوليس وژلى او د خرقې مطهرې د جامع د جومات د خطيب په ګډون يې ٦ تنه ټپيان کړي دي.

پېښه نن ماښام د روژه ماتې پر مهال شوې ده.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل ځاى پر ځاى شوي وو او د خرقې شريفې دروازې ته څېرمه درول شوى و.

هغه زياته کړه، چاودېدونکو توکو ته د ريمونټ کنټرول په وسيله هغه مهال چاودنه ورکړل شوې، چې پوليس د خرقې شريفې په دروازه کې په تالاشي بوخت وو.

دى وايي، په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، د خرقې مطهرې خطيب مولوي عبدالباري او ٤ تنه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا ټپي شوي وګړي د درملنې لپاره د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خرقې مطهرې متولي مسعود اخوندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې يوه ښځه چې غالباً سوالګره به وي هم ټپي شوې ده.

د نوموړي په وينا، د روژه ماتې پر مهال په خرقه شريفه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي او خلک نه يوازې د خرقې شريفې زيارت، بلکې د لمونځ ادا کولو لپاره هم راځي.

د کندهار د ميرويس روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته ٦ تنه ټپيان وروړل شوي، چې د ځينو ټپونه ژور دي.

د يادې شوې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دیوه بل خبر له مخې د لوګر د مرکزي زندان د لوجستیک مدیر په پل علم ښار کې دیوې چاودنې له امله ووژل شو.

د لوګر دوالي ویاند دین محمد درویش د چنګاښ په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن مازیګر په پنځو بجو د پل علم ښار  دشهیدان په څلور لاري کې وشوه. 

هغه زیاته کړه، چې چاودیدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو او کله چې د محبس یو رنجر له سیمې څخه دتیریدو په حال کې و، نو دریموټ کنټرول په وسیله چاودنه وشوه.

دی وایي چې د چاودنې له امله د محبس دلوجستیک مدیر ووژل شو، دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او دهغوی روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

درویش ددې چاودنې مسوولیت پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.