مزارشريف ( پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٣ ) : په بلخ ولايت کې د تېرکال په پرتله د هندواڼو او د خټکيو حاصل زيات شوي؛ خو د يخ موسم او سېلابونو له امله د نورو بېلابېلو مېوو او غنمو حاصل کې خورا کمښت راغلی دی.
د دغه ولايت د کرنې رياست مسوولين د خټکيو او هندواڼو د حاصل ډېرښت د دغو مېوو د چينجيو په مخنيوي کې بولي او نورو مېوو او غنمو د حاصل د کمښت لامل د تېر کال يخ موسم او سېلابونه ښيئ.
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د کرنيزو تخمونو کم وېش، يخ موسم او سيلابونو د دغه ولايت د غنمو د کښت حاصل کې کمښت راوست.
نوموړي زياته کړه، چې د تېر کال په پرتله يې کرنيز تخمونه کم وېشلي دي.
د هغه په وينا، په تېر کال کې د کرنې او مالدارۍ رياست او ځينو موسسو ۱۷۰۰متريک ټن د غنمو کرنيز تخمونه وېشلي وو؛ خو سږکال يې ۲۳۷ متريک ټن د غنمو کرنيز تخمونه وېشلي دي.
شمس وويل، چې د غنمو د حاصل کمښت بل لامل، د تېر کال په کب مياشت کې باراني او واورين اورښتونه وو، چې د يخ موسم له امله د غنمو وږي يخ ووهل او پوچ وختل.
همداراز په همدې مياشتو کې د سېلابونو امله شاوخوا ۸۵ زره جريبه ځمکه زيانمنه شوه، چې په ۹۰سلنه کې يې غنم کرل شوي وو.
د چهاربولک ولسوالۍ کروندګر حاجي ميربای پژواک ته وويل، چې سږکال د سېلابونو له امله د غنمو کښت د نشت برابر وو.
نوموړي زياته کړه، چې په ۱۸جريبه ځمکه کې يې غنم کرلي وو، چې سېلابونو له منځه يوړل.
د هغه په وينا، تېر کال يې له يو جريب ځمکې څخه نږدې ۷۰۰ کيلوګرامه غنم تر لاسه کړي وو؛ خو سږکال په داسې حال کې، چې غنم يې وږي ته نږدې شوي وو، سېلاب له منځه يوړل.
ميربای وويل، چې د ځمکې ډېری برخه يې د سېلابونو خړې لاندې کړه.
د کرنې رييس شمس وويل، چې د تېر کال د ژمي وروستۍ يخنۍ د ميوو پر حاصلاتو هم منفي اغېز وکړ.
د هغه په وينا، د مېوو ډېری ونې د ګل او ميوې نيولو پر مهال يخ ووهلې، چې له امله يې د ميوو حاصلات خورا د تېر کال په پرتله خورا کم شول.
شمس وويل، چې په دغه ولايت کې د ناڅاپي يخ موسم له امله انار، اينځر، بادام، انګور او زردالو ميوو حاصلات خورا کم شول.
خو نوموړي زياته کړه، چې د تېر کال په پرتله د خټکيو او هندواڼو حاصل نږدې ۴۰سلنه زيات دی.
د هغه په وينا، په سږني کال کې له يوې خوا راوتو سېلابونو د غنمو فصلونه له منځه يوړل له بلې خوا پر کرنيزو ځمکو د سېلاب خړې پټي نرم وساتل، چې د خټکيو او هندواڼو د کښت لپاره يې ښه برابر کړل.
شمس وويل، چې د ځمکې د برابرښت تر څنګ د تېرکال په پرتله د خټکيو او هندواڼو د چينجي پيدا کېدو د مرض ښه درملنه وشوه، چې د دغو ميوو د حاصلاتو د ډېروالي لامل شوه.
نوموړي زياته کړه، چې دوی په هره ولسوالۍ کې د نباتاتو د مرضونو د مخينوي لپاره يو تن په دنده ګومارلی وي، چې پاليزداران ورسره خپلې ستونزې شريکوي او حل لپاره يې په شريکه لاره لټوي.
د هغه په وينا، سږکال په بلخ ولايت کې د خټکيو او هنداڼو له چينجيو سره په پوره توګه مبارزه وشوه، چې تر دې دمه دوی د دغو ميوو د مرض کومه پېښه نه لري.
شمس وويل، چې سږکال د خټکيو او هندواڼو د چينجيو د مخنيوي په موخه ۸۰زره درمليزې خلتۍ پاليزکارانو ته ورسولې، چې په مرسته يې د چينجيو مخنيوى وشو.
د چمتال ولسوالۍ کروندګر محمد رفيع پژواک ته د خټکيو او هندواڼو د چينجيو د مخنيوي د درمليزې کڅوړې په اړه وويل، چې دغه کڅوړې يې په دوه افغانۍ له کرنې رياست څخه تر لاسه کړې.
نوموړي زياته کړه، چې خټکي او هندواڼې له ګل څخه وروسته د غوزې پر مهال د چينجيو ښکار کېږي.
د هغه په وينا، په همدې وخت کې بايد غوزه په دغه درمليزه کڅوړه کې واچول شي، چې له همدې سره ټوله بوياره له چينجيو څخه ژغورل کېږي.
رفېع وويل،چې په شپږ جريبه ځمکه کې يې هندواڼې کرلي، چې د تېرکال په پرتله يې له دوه برابره څخه ډېر حاصل ترې اخيستی دی.
د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي سلطان پژواک ته وويل، چې په لس جريبه ځمکه کې يې خټکي کرلي وو، چې سږکال يې د تېر کال په پرتله ښه حاصل ترې واخيست.
نوموړي زياته کړه، چې تېر کال يې له يو جريب پاليز څخه شاوخوا ۴۵۰ خټکي راټول کړل؛ خو همدې يو جريب پاليز ورته سږکال څه باندې ۱۰۰۰ خټکي ورکړل.
د هغه په وينا، تېر کال يې پاليز چينجيو وواهه؛ خو سږکال يې د کرنې رياست د درمليزو کڅوړو په مرسته د چينجيو مخنيوی وکړ.