کندهار (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٣): افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو په کندهار کې د يو لړ عملياتو پر مهال هغه ١٧ وسله وال وژلي، چې پر دولتي ادارو يې د ډله ييزو بريدونو پلان درلود.
د کندهار د ميوند ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ګډ پوځي عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ″کوکه″ په سيمه کې ترسره شوي دي.
ولسوال وايي، چې وسله والو طالبانو په دې سيمه کې غونډه درلوده څو د کندهار ولايت پر دولتي تاسيساتو او ادارو د ډله ييزو بريدونو پلان جوړ کړي.
ولسوال زياتوي چې په دغو عملياتو کې ځايي وګړو ته زيان نه دى اوښتى خو تر عملياتو وروسته د بهرنيو پوځيانو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې او له تلفاتو پرته يې يوازې موټر ويجاړ شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، چې درې وسله وال يې د هدفي وژنو په تور نيولي دي.
د دغه رياست يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل، نيول شوو وسله والو اعتراف کړى چې په کندهار ولايت کې يې ډېرې هدفي وژنې کړې دي.
سرچينې د نيولو شوو وسله والو د هويت، د نيولو د دقيق ځاى او وخت په تړاو څه ونه ويل.