Language

اسعداباد (پژواک ٨ زمرى ۹٣): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د پاکستاني پوځ له لوري د دغه ولايت پر دانګام ولسوالۍ ٣٢ توغندي را توغول شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي نن له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا توغندي له پرون راهيسې تر نن سهار اته بجې پورې د دانګام ولسوالۍ پر لويه ګوريګه، وړه ګوريګه او خاره سيمو لګېدلي دي.

سيدخېلي وايي، چې د دغو توغنديو د لګېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ځينو کرنيزو ځمکو ته يې زيان اړولى دى.

هغه زياته کړه: ((پاکستان په اختر کې هم توغندي را وتوغول، د سيمې خلک يې اندېښمن کړي او په دې اختر کې يې هم ارام پرې نه ښودل.))

د کونړ امنيه قوماندان په دې اړه چې ايا تاسو به د دغو بريدونو پر وړاندې په ورته اقدام لاس پورې کړئ؟ وويل، چې د ډيورنډ کرښې ها خوا هم بېګناه خلک اوسېږي او نه غواړي چې هغوى زيانمن شي، پاکستاني پوځيان مسوول دي او افغانستان غواړي چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي.

د دانګام يو قومي مشر مزمل د پاکستان د توغندويي بريدونو په غندلو سره وويل چې د کونړ خلک نور له جګړې ستړي شوي او تر اوسه د يادې ولسوالۍ يو شمېر خلکو ته د پاکستان په بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه قومي مشر له دولت څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره دې ژر تر ژره د حل يوه لاره پيدا کړي.

د اختر په لومړۍ ورځ کې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د پاکستاني پوځ له لوري پر دانګام، شيګل او مرورې ولسواليو کې هم ٧١ توغندي را وتوغول شول، چې په کې يو ١٢ کلن ماشوم ووژل شو او د سيمې خلک يې نور هم زيانمن کړل.

د يادونې ده، د سږ کال له پيله راهيسې د کونړ پر سرحدي ولسواليو په ورته بريدونو کې اته تنه وژل شوي، ٥٣ ته ټپيان، ٣٢ کورونه ويجاړ شوي، ٣٠٠ څاروي له منځه تللي او ٤٥٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.