ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې د غاليو صنعت پر ښځو ژوندى دى

په شمال کې د غاليو صنعت پر ښځو ژوندى دى

author avatar
31 Jul 2014 - 14:00
په شمال کې د غاليو صنعت پر ښځو ژوندى دى
author avatar
31 Jul 2014 - 14:00

مزارشريف (پژواک ٩زمرى ٩٣): د  شمال زون د غاليو د اتحاديې مسوولين وايي چې که ښځې د غاليو له صنعت څخه مخ واړوي نو د دولت د نه پاملرنې له امله به په شمال کې دغه صنعت په پوره توګه له منځه ولاړ شي.

دوی وايي چې په شمال کې د تېرو کلونو په پرتله د غاليو جوړېدو فابريکې له ټکنيتوب سره مخ دي؛ خو ښځې په کورونو کې دغه صنعت پر مخ وړي.

 په مزارشريف كې د شمال زون د غالۍ اوبدنې د ټولنې مشر عبدالستار بېكزاده له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه کې وويل، چې په دغه زون كې د غالۍ اوبدنې صنعت كمرنګ توب له ټولو بنسټيزو لاملونو د غالۍ د سوداګريزو خصوصي سکتور ته د دولت نه پاملرنه او غالۍ اوبدونكو ته د كمې مزدورۍ وركړه ده.

 نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې شمال د هېواد ۷۵ سلنه غالۍ توليدوي خو بيا هم دولت په دغه زون کې د غاليو خصوصي سکتور ته پاملرنه نه ده کړې.

 د هغه په وينا، په ټول شمال کې د غاليو د صنعت د بېلابېلو چارو وړې او سترې ۱۲۰ فابريکې کار کوي خو له تېر يو کال را په دې خوا يې د مالي ستونزو له امله د درېدو له ګواښ سره مخ دى.

 بېکزاده د بېلګې په توګه په شمال کې د اسماعيل ملازاده د فابريکې يادونه وکړه، چې د مالي ستونزو له امله بنده شوې او د اق مراد فابريکه د بندېدو له ستونزو سره مخ ده.

 نوموړي زياته کړه، چې د فابريکو مالي ستونزو که له يوې خوا صنعت ته زيان اړولی، له بلې خوا ورسره د غالۍ اوبدنې مزدوري کمه شوې ده.

 د هغه په وينا، په هېواد كې د غالۍ اوبدنې د ورځنۍ مزدوري په توګه پر مخ ځي، چې لږ تر لږه يو غالۍ اوبدونكى د ورځې له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانيو ترلاسه كولى شي.

 بېکزاده وويل، چې دغه مزدوري د پاکستان په پرتله، چې دغه صنعت ورته د افغانانو په وسيله لېږدول شوی، څو برابره زياته ده.

نوموړی زياته کړه، چې په هغه هېواد کې د غاليو د سوداګريز کاروبار د ښه توب له امله  غاليو اوبدونکو ته د ورځنۍ مزدوري په توګه نه، بلکې په مترانه توګه مزدوري ورکول کېږي، چې د يو متر په سر نږدې لس زره پاکستاني کلدارې ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، که څه هم د غاليو د مينځلو، پرې کولو، څنډ وهلو چارې نارينه ترسره کوي؛ خو بنسټيزه چاره چې اوبدل دي، د ښځو له خوا تر سره کېږي.

بېکزاد وويل، چې په ټول افغانستان کې نږدې درې ميليونه خلک د غاليو د صنعت په کاروبار کې بوخت دي، چې نږدې ۷۵سلنه يې په شمال کې دي.

خو نوموړي زياته کړه، چې په شمال کې د غالۍ اوبدلو صنعت ۹۵ سلنه د ښځو له خوا په خپلو کورونو کې پر مخ وړل کېږي.

د بلخ د شورتېپه ولسوالۍ اوسېدونکي بي بي ثمرو پژواک ته وويل، چې له تېرو څو کلونو په خپل کور کې د کورنۍ له غړو سره د غالۍ اوبدولو له لارې ورځنـۍ اقتصادي ستونزې حلوي.

نوموړې زياته کړه، چې د غريبۍ او د کار نه شتون  له امله مجبوره دي، چې غالۍ اوبوي، که نه د کمې مزدروي له امله يې نور له دغه صنعته زړه تور دی.

مېرمن ثمرو وويل: ((موږ د يوې پنځه متره غالۍ د اوبدلو په پنځه افغانۍ ترلاسه کړو، چې دغه قالينه به درې څلور مياشتو کې اوبوو.))

د شمال زون د غاليو د اتحاديې مشر وويل، دولت ته پکار دي چې د وړو او سترو قرضونو له لارې د د دې صنعت سوداګرو سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دی يقين لري، چې دغه صنعت له افغانۍ غالۍ د نړيوال حيثيت ساتلو لپاره دولت اړ دی چې د غاليو خصوصي سکتور پر پښو ودروي.

هغه دا ومنله، چې د شمال زون د غاليو د سوداګريزو چارو په برخه کې د ازاد بازار په نامه د ځينو سوداګرو چلند دغه صنعت ته زيان رسولی دی.

نوموړئ زياته کړه، چې لا هم د ځينو سوداګرو له امله افغانۍ غالۍ د پاکستان له لارې د پاکستاني غالۍ په نوم بهر ته صادرېږي.

د هغه په وينا که څه هم اوس افغانۍ غالۍ خپله پېژندنه ثابته کړې؛ خو د سوداګريز ارزښت له امله بايد د دغې چارې مخنيوی وشي.

يو شمېر غالۍ اوبدونكي وايي، چې په هېواد كې د غالۍ اوبدنې د توليد چارې هغسې نه دي روانې لكه څنګه چې په ګاونډيو هېوادونو كې دي.

 د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونكي نورالله پژواك ته وويل، چې كه چېرې د غاليو سوداګر په پوره توګه د غالۍ خام مواد غالۍ اوبدونكو ته وسپاري او د غالۍ جوړېدنې په پاى كې د متر پر سر پيسې وركړي، نو دواړو خواوو ته به يې ګټه وي.

 نوموړي زياته كړه: ((غالۍ د زړه په زور اوبدل كېږي، كه چېرې يې كاركوونكي خوشاله ونه ساتل شي، نو دغه صنعت به ورځ تر بلې خراب شي.))

 د هغه په وينا، يو وخت چې په شمال كې د قالينو توليد ډېر و، نو نور كار به نه و، خلك مجبور وو، چې د همدې صنعت له لارې پيسې وګټي او ژوند روان كړي.

 د شمال د غاليو د سوداګرو ټولنې مشر بېكزاده وويل، چې سوداګر هم ګرم نه دى؛ ځكه چې دولت د نورو هېوادونو په څېر د غاليو د صادراتو منظمې لارې چارې نه لري او نه هم د سوداګر د تشويق لپاره كوم عمل ترسره كوي.

 نوموړي زياته كړه، چې په ګاونډيو هېوادونو كې هغه سوداګر، چې ډېرې غالۍ توليد كړي، نو د دولت له خوا ورسره مالي مرسته كېږي، تر څو يې سوداګرۍ لا پسې وده وكړي.

 د بلخ ولايت دولتي مسوولين که څه هم په دغه ولايت کې د غاليو صنعت د پرمختګ په حال کې ګڼي خو د دې مسلې هم پخلی کوي، چې ځينې سوداګر مالي مرستو ته اړ دي.

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د بلخ له لارې بهرنيو ملکونو ته ۵۰ زره متر مربع غالۍ رسما صادرې شوي دي.

همداراز ځينې به له نورو لارو هم صادرې شوي، چې دغه شمېرې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ کې د غاليو د صنعت د پرمختګ ښه بېلګه ده.

 ده د دې پخلی وکړ، چې د ځينو سوداګرو چارې د مالي ستونزو له امله ټکنۍ شوې دي.

د هغه په وينا د غالۍ د خصوصي سکتور پر وړاندې ورته تصميم نيول د دوی له صلاحيت څخه پورته مسله ده؛ خو له مرکزي دولت څخه يې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.