Language

پر کونړ د پاکستانيو پوځيانو بريدونو کې ٤ ماشومانې ټپيانې شوې

اسعد اباد (پژواک ١٠ زمرى ٩٣): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، پاکستاني پوځيانو د پولې له هغې غاړې د دې ولايت په درېيو سرحدي ولسواليو لسګونه توغندي راويشتلي، چې له امله يې د يوې کورنۍ څلور ماشومانې ټپيانې شوې دي.

د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېر ماښام څخه د نن سهار تر اتو بجو پورې، پاکستانيو پوځيانو د پولې له هغې غاړې ٦٣ د لرې واټن توغندي را ويشتلي دي.

ده زياته کړه، د دې توغنديو ٤٥ د دانګام ولسوالۍ پر لويه ګوريګا، وړه ګوريګا، تبيله، خاره او سياڼ سيمو، ١٥ پر سرکاڼو ولسوالۍ او درې نور يې د ناړۍ ولسوالۍ په باټاش سيمې لګېدلې دي.

د هغه په وينا، يوه مرمۍ د سياڼ سيمې د شېرګل په نوم د يوه تن پر کور لګېدلې، چې د هغه د کورنۍ څلور نجونې چې له پنځو مياشتو نيولې تر ١٥ کلونو پورې عمرونه يې لرل، ټپيانې کړي او کور يې په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

امنيه قوماندان وايي، د پاکستانيو پوځيانو د دې بريدونو له امله، ګڼې کورنۍ کډې کولو ته اړې شوي او خلکو ته په کې درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

نوموړي له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د پاکستانيو پوځيانو د کړنو مخنيوى وکړي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د پاکستانيو پوځيانو له خوا د پولې له هغې غاړې د کونړ په سرحدي ولسواليو دانګام، ناړۍ، شيګل او مرورې ۱۲۳ توغندي راويشتل شوي وو، چې خلکوته په کې مالي زيانونه اوښتي وو.

Related Topics