اسعد اباد ( پژواک، ۱۰ زمری ۹۳ ) : د نورستان والي وایي چې د برګمټال ولسوالۍ په جګړه کې د ښکیلو خواوو او ولسي وګړو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي دي.
والي حافظ عبدالقیوم د زمري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا جګړه پرون دبرګمټال ولسوالۍ په پچیګرام سیمه کې پیل شوې وه.
هغه زیاته کړه، چې لسګونو وسلوالو طالبانو په یاده سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي وو.
دی وایي چې په دې جګړه کې ۱۵ وسلوال طالبان ، اوه ولسي وګړي او څلور پولیس وژل شوي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې په دې نښته کې ۱۰ پولیس وژلي او دهغوی ۶۰ میله وسلې یې له ځانه سره وړي دي.
نوموړي یواځې دیوه طالب د وژل کیدو ادعا وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن