Language

اسعد اباد ( پژواک، ١١ زمرى ٩٣ ) : د کونړ امنيتي چارواکي وايي، چې پاکستانيو ځواکونو له تېرې شپې راهيسې پر دې ولايت يو ځل بيا ١٧٠ توغندي توغولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستانيو پوځيانو پر دانګام ولسوالۍ ١٣٧ ، پر مرورې ١٨ او پر سرکاڼو او شيګل ولسواليو ١٨ توغندي توغولي دي.

هغه زياته کړه، چې ددغو بريدونو له امله د يادو سيمو اوسېدونکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

قوماندان وويل ، چې ددې بريدونو له امله لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د پاکستانيو پوځيانو له خوا د پولې له هغې غاړې څخه لسګونه توغندي  توغول شوي وو، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي دي.

Related Topics