اسعداباد-غزني ښار (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): په نورستان او غزني ولايتونو کې د بهرنيو پوځيانو په هوايي بريدونو کې ٣٣ وسله وال وژل شوي دي.
په کونړ کې د دويمې پلې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اېتلافي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي.
د يوسفزي په وينا، په دغه بريد کې ٢٧ وسله وال طالبان چې بهرني وسله وال هم په کې شامل دي وژل شوي دي.
هغه د ياد بريد دقيقه سيمه نه ده ښودلې.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم تاييدوي چې په کامدېش ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.
والي وايي، په دغو بريدونو کې تر ٢٠ ډېر وسله وال وژل شوي خو دقيق شمېر نه دى معلوم.
هغه زياته کړه، چې دغو وسله والو د نورستان پر نورو ولسوالو د حملې پلان درلود.
بلخوا چارواکي وايي چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه پژواک ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو پوځيانو چورلکې د مټاخان په سيمه کې د وسله والو پر يوه سلاح کوټ بريد وکړ.
هغه وايي، په دغه بريد کې د يوه پاکستاني او دريو ترکيانو په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي او سلاح کوټ هم له منځه وړل شوى دى.
ولسوال وايي، د وژل شوو وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي.
طالبانو تر اوسه د دغو هوايي بريدونو په اړه څه نه دي ويلي خو په غزني کې يې د يوې چاودنې په ترڅ کې د پنځو پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.