مزارشريف (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د بلخ د والي وياند وايي چې والي عطاء محمد نور نه منفک شوی او نه يې هم استعفى ورکړې، بلکې نن بېرته مزار ته ستون شوى دى.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د زمري په ۱۸مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د بلخ والي پر خپله دنده باندې دی او د خپلو صلاحيتونو په نظر کې نيولو سره يې هېڅ غير قانوني کار نه دی کړی.
ده زياته کړه، چې خلکو ته د خدمت د ښه لاسرسي درلودو او پر خپل مرستيال د باور له مخې يې خپل صلاحيتونه د ولايت مرستيال ته د يو رسمي مکتوب له مخې سپارلي دي.
نوموړي د دې خبرې پخلی وکړ، چې د بلخ والي د يو رسمي مکتوب له لارې د خپل شتون او نشتوالي په صورت کې خپل ټول صلاحيتونه خپل مرستيال عبدالظار وحدت ته سپارلي دي.
د هغه په وينا، دغه کړنه غير قانوني نه، بلکې د افغانسنان تر څنګ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې داسې کړنې ترسره کېږي.
فرهاد وويل، چې د بلخ والي دغه چاره خلکو ته د خدمت د ښه لاسرسي په موخه پر خپل مرستيال د باور لرلو له مخې تر سره کړې ده.
نوموړي د بېلګې په توګه وويل، چې د مرستيال په پرتله د والي پولي صلاحيتونه ډېر وي، چې ځيني وخت د والي د بوختياوو له امله ځينې چارې ټکنۍ کېږي.
فرهاد وويل، چې له تېرو څو ورځو ځينو رسنيو او د فېسبوک له لارې له دې مسئلې شايعه جوړه شوې وه، چې دوی يې په کلکه ردوي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ والي له مزارشريف ښار څخه په غير رسمي توګه نه، بلکې د لوړوپوړو مرکزي مقاماتو په اجازه له خپلې کورنۍ سره بهر ملک ته په سفر تللی و او نن بېرته مزارشريف ښار ته راغلی دی.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ پژواک اژانس ته وويل چې د بلخ والي عطاء محمد بهر ته تللى و او له معمول سره سم يې خپل اجرائيوي صلاحيتونه خپل مرستيال ته سپارلي وو.