Language

 کندهار ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٣ ) : په کندهار ښار کې د احمد شاه بابا د مهال يو جومات چې لرغونتوب يې ٢٥٠ کلونو ته رسېږي، د يوه مارکېټ د جوړولو لپاره نړول شوى دى.

 په بخارايي سبک جوړ شوى دغه جومات د احمد شاه بابا د لرغوني کور په څو مترۍ کې د پخواني احمدشاهي ښار په يوه څنډه (سدوزو کوڅه) کې موقعيت لري.

 د دغې سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه تاريخي جومات چې د ملا شال جومات په نوم مشهور دى، اوس نړول شوى او په همدې ساحه کې د يوه سوداګريز مارکېټ د جوړېدو چارې روانې دي.

 د سيمې يو سپين ږيري حاجي نور محمد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د جومات سره په خوا کې پر يوه سوداګريز مارکېټ کار روان دى او دغه جومات د همدې ودانۍ لپاره نړول شوى.

 د هغه د معلوماتو له مخې، دغه مسجد د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال د يوه کشميرى ملا (ملا شال) و، چې په لومړيو کې د يوې زېرخانې په بڼه جوړ شوى و، چې وروسته ورباندې دوه پوړه نور هم جوړ شوي وو.

 دى وايي، د سدوزو کوڅه چې هغه مهال د احمدشاه دراني د واکمنۍ د مهال د چارواکو کورونو په کې ودان وو، اوس د تاريخې اثارو د ساتنې د اصولو خلاف په تدريجي توګه په سوداګريزو مارکېټونو اوښتې ده.

 هغه دا هم وويل ، چې دغه جومات په اصل کې د نجيب الله سروري په نوم د يوه افغان سوداګر له خوا چې دا مهال په ايران کې مېشت دى، نړول شوى دى.

 نوموړي له اړوندو مسوولينو وغوښتل ، چې د دې موضوع څېړنه وکړي او د تاريخي ابداتو ساتنې ته پاملرنه وکړي.

 د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال هم مني ، چې د ملا شال کشميري ٢٥٠ کلن جومات نړول شوى.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، چې جومات د قدامت له مخې د احمدشاه بابا له مهال سره تړاو لري، خو داسې نه ده چې ګواکې دغه جومات دې د احمد شاه بابا او يا د هغه د قاضي وي.

 نوموړي د دغه  جومات نړېدل د اصولو خلاف کار وباله او ويې ويل چې دغه جومات بې له دې چې اړوند مسوولين خبر کړاى شي، په پټه توګه نړول شوى دى.

 هغه د اړوندې ناحيې د ښاروالۍ مدير  او پوليس په غلفت تورنوي او وايي چې هغوى بايد د دې کار مخه نيولې واى.

 خو ده خبر ورکړ، چې د جومات د نړولو کار يې درولى ، په تړاو يې يو تن نيول شوى او ويلي يې دي چې د دغه جومات له تاريخي ارزښت څخه ناخبر و، نو ځکه يې دغه کار کړى دى.

 د کندهار ښاروالۍ مسوولين هم د دغه تاريخي مسجد نړول  او پر ځای يې د بلې ودانۍ جوړول نا قانونه بولي او وايي، دا کار د دوی له اجازې پرته شوی.

 د کندهار ښاروالۍ وياند زمرى څرګند وايي، دغه جومات د نړېدو له ګواښ سره مخ و، چې وروسته اړوندو کسانو له يوې ديني مدرسې د جومات د نړولو اجازه اخيستې او دا کار يې کړى دى.

 نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه يې اقدام کړى او موضوع تر څېړنې لاندې ده.

 د احمد شاه بابا د مهال دغه لرغونى جومات په داسې حال کې نړول کېږي ، چې يوه مياشت وړاندې د کندهار ښار په لوېديځه څنډه کې د نارنج ماڼې د ځمکو د غصب او خپلسرو کيندونو خبرونه خپاره شول، چې وروسته ولايتي ادارې په دې برخه کې د يوه کمېسيون د جوړولو خبر ورکړى و.