Language

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون شوى

اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ): د کونړ چارواکي وايي، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې لسګونو اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون پيل کړى دى.

ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ژمنه کړې ، چې په خپلو سيموکې به نور وسله وال نه پرېږدي او هم به ددوى د ورانکارو فعاليتونو مخه نيسي.

دغه پاڅون، چې پرون شوى و، ګډونوالو يې ملي بيرغونه په لاس کې نيولي او په لارو کې يې قومي پوستې جوړې کړې دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ناړۍ ولسوالۍ په سلـګونو ولسي خلکو د وسله والو طالبانو پر وړاندې وسله وال پاڅـــون کړی دى.  

هغه زياته کړه، چې ولسي خلکو په خپلو سيمو کې پوستـــې جــوړې کړي او په نوبت سره په کې پېرې کوي.

والي وايي ، دا لومړی ځل دی چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کـې د طالـــبانو پر وړاندې په ښکاره وسله وال پاڅون کېږي.

د نوموړي په وينا، د ناړۍ خلک  په خپله  د وسله والو پر وړاندې راپاڅيدلي او تر اوسه دولت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د پاڅون کوونکو يو سر لاري محمد ايوب لالي ګجر پژواک ته وويل ، چې دوى د وسله والو طالبانو د ظلمونو په غبرګون کې پاڅون کړى دى.

هغه زياته کړه : (( موږ د وسله والو طالبانوله ظلمونو په تنګ شوي يو، ځکه مود هغوى پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړ .))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.