ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامریکا سفیر: ټاکنې ګټونکی او بایلونکی لري او دا باید ټول ومني

دامریکا سفیر: ټاکنې ګټونکی او بایلونکی لري او دا باید ټول ومني

author avatar
16 Aug 2014 - 23:19
دامریکا سفیر: ټاکنې ګټونکی او بایلونکی لري او دا باید ټول ومني
author avatar
16 Aug 2014 - 23:19

کابل  ( پژواک، ۲۵ زمری ۹۳ ) په کابل کې دامریکا سفیر وایي چې ټاکنیزې سیالۍ او مبارزې ګټونکی او بایلونکی لري او ټول باید دغه کار ومني.

په  کابل کې دامریکا سفیر جیمز کننګهم دغه څرګندونې  د بلخ د والي عطا محمد نور د خبرو په ځواب کې د زمري په ۲۵مه،امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کړې دي.

نور له واشنګټن پوسټ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، که چیرې  د رایو تر بیا شمیرنې وروسته ددوی کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله بریالی نه شي، نو دوی پاڅون وکړي او پر دولتي ادارو به قبضه وکړي.

خو دامریکا سفیر وایي چې ټاکنې ګټونکی او بایلونکی لري.

هغه زیاته کړې : (( ما عطا محمد نور ته په ډاګه کړه، چې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان مخکې دا ډول وړاندوینې او څرګندونې کول زیانمنې دي.))

دامریکا سفیر وایي، دا ددیموکراسۍ یوه برخه ده، چې له هغو خلکو سره هم باید خبرې وشي چې دیوه کاندید ملاتړ نه کوي او هڅه وشي چې د هغوی ملاتړ ترلاسه شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.