Language

وسله والو په غزني کې ١١ ماين پاکان تښتولي

غزني ښار (پژواک  ٢٦  زمرى ٩٣): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې ١١ ماين پاکان تښتولي دي.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو دغه ماين پاک کوونکي د جمعې په ورځ  غرمه مهال د اندړو ولسوالۍ د ″ملانوح  بابا″ په سيمه کې له موټره ښکته کړي او بيولي دي.

د والي وياند زياتوي، چې دغه ماين پاکان له کندهاره کابل ته پر لاره وو.

د ننګ په خبره، د غزني پوليسو د يادو ماين پاک کوونکو د راخوشي کولو په موخه په بېلابېلو سيمو کې عمليات پيل کړي دي.

د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن لطف الله کامران پژواک ته تاييد کړه، چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې ١١ ماين پاک کوونکي تښتولي دي.

کامران وايي، چې دغه کسان د ملا ادريس تر مشرۍ لاندې د وسله والو طالبانو يوه قوماندان برمته کړي او دوى يې په لټه عمليات پيل کړي دي.

امنيه قوماندان زياتوي، د کشفي معلومات له مخې، تښتول شوي ماين پاکان لا هم په اندړو ولسوالۍ کې ساتل کېږي.

د غزني ولايت چارواکو پژواک ته په دې اړه چې يا کسان د کومې موسسې کار کوونکي دي، ناخبري ښودلې ده.

د اندړو ولسوالۍ ځايي طالبانو تر دې مخکې د کندهار پوهنتون ٣٥ استادان او محصلين تښتولي وو، چې د دويم پړاو ټاکنو له ترسره کېدو څو ورځې وروسته يې راخوشي کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics