Language

د مرمۍ چاودنې دوه تنه ووژل او اوه نور يې ټپيان کړل

اسعداباد ( پژواک  ٢٧ زمرى ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې ديوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او اوه نور ټپيان شوي دي.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار دماڼوګي ولسوالۍ د کنډه ګل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې يوه ماشوم د هاوان له يوې زړې مرمۍ سره لوبې کولې، چې  پرې چاودېدلې ده.

د  امنيه قوماندان په وينا، په دې چاودنه کې د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او اوه  نور ټپيان شوي دي.

سيدخېل وايي، چې ټپيان روغتون ته وړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

د سيمې يوه اوسېدونکي پاينده محمد پژواک ته وويل، چې دا زړه مرمۍ سيلاب له غرنيو سيمو څخه راوړې او ماشومانو پيدا کړې وه.

بله خوا د کونړ امنيه قوماندان وايي ، چې پاکستانيو ځواکونو له تېرې ورځې راهيسې پر دې ولايت ٨٠ نور توغندي توغولي دي.

هغه زياتوي ، دا مرمۍ د دانګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو لګېدلي، ځاني زيان نه لري، خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

Related Topics