کندهار ( پژواک، ۳۱ زمری ۹۳ ) پاکستانيو ځواکونو د کندهار ولايت پر معروف ولسوالۍ د توپونو او درنو وسلو ډزې کړې چې په کې يوه مېرمن او يو ماشوم وژل شوي او د سيمې د اوسېدونکو درې کلاګانې ويجاړې شوې دي.
دغه وسله وال بريد نن د زمري په ٣١ مه، غرمه مهال د يادې شوې ولسوالۍ د اعلا جرغې په سرې شا سيمه کې شوى دى.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دوا خان مينه پال پژواک خبري اژانس وويل چې د پاکستان ملېشه ځواکونو د معروف ولسوالۍ د اعلى جرغې په سرې شا سيمه کې د سيمې د اوسېدونکو پر کورونو د توپونو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، د درنو وسلو په دغو بريدونو کې يوه مېرمن او يو ماشوم وژل شوي او دغه راز د سيمې د اوسېدونکو درې کلاګانې ويجاړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، د سيمې اوسېدونکو د پاکستانيو ځواکونو د دغه بريد پر وړاندې اقدام کړى او له خپلو وسلو سره غرونو ته پورته شوي، چې د جګړې په پايله کې پاکستاني ځواکونه اړ شوي، له ډيورنډ فرضي کرښې څخه بيرته خپلو امنيتي پوستو ته پر شا شي.
هغه زياته کړه، سيمې ته نور سرحدي ځواک لېږل شوى او د پاکستان د دغه راز نورو بريدونو د مقابلې لپاره د چمتووالي او تيارسي په حالت کې دي.
مينه پال دا هم وويل، چې د موضوع پلټنه پيل شوې او تر پايلې وروسته به يې په اړه ممکن ګامونه اخيستل کېږي.
په خپله د معروف ولسوال توريالى سعادت هم وايي، چې پاکستانيو ځواکونو نن د غرمې تر دوو بجو پورې پر معروف سلګونه توغندي او راکټونه توغولي دي، چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو هغه يې کړه شمېره و نه ښودله.
هغه دغه راز زياته کړه، چې پاکستاني پوځيانو د افغانستان په خاوره کې نه يوازې امنيتي خندق ويستلى، بلکې خپل ځواکونه يې هم ځاى پر ځاى کړي دي.
د ده په خبره، د دغو پېښو په اړه يې ولايتي ادارې ته خبر ورکړى دى.
د کندهار چارواکي پر معروف ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو وروستي بريدونه د دغه هېواد د هغو کړنو برخه ګڼي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې د افغانستان په خلاف تر سره کوي.
څو مياشتې وړاندې پاکستاني ځواکونو غوښتل چې له معروف ولسوالۍ سره د ډيورنډ کرښې په صفري نقطه کې پوځي تاسيسات، چې وروسته يې د امنيتي ځواکونو له خوا مخه ونيول شوه.
معروف ولسوالي د ولايت له مرکز څخه ١٩٠ کيلومتره ليرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه موقيعت لري، دغه ولسوالي له پاکستان سره ١٥٥ کيلو متره ګډه پوله لري، دغه راز دغه ولسوالي د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.