Language

د ناټو يو سرتېرى ووژل شو

کابل (پژواک ٣١ زمرى ٩٣): د افغانستان په ختيځ کې د ناټو ځواکونو تر رهبرۍ لاندې د ايساف يو سرتېرى وژل شوى دى.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د زمري ٣١مه) پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، ويل شوي، چې ياد سرتېرى يې تېره ورځ د افغانستان په ختيځ  کې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.

د يادونې ده، چې په ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.

 

Related Topics