Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ځانمرګي بريد کې ٥ بهرني سرتېري او يو افغان ژباړن ټپيان شوي

جلال اباد ( پژواک، ٢ وږى ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت مسوولين وايي، چې په بهسودو ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې پنځه بهرني سرتېري او يو افغان ژباړن ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار ختيځ لوري ته د بهسودو ولسوالۍ اړوند په هډې فارم کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د بهرنيو ځواکونو پر پوځي کاروان شوې، خو د زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې پر بهرنيو ځواکونو د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.

دى وايي : (( بهرنيو ځواکونو موږ ته معلومات راکړي،  چې پنځه سرتېري يې او يو افغان ژباړن ټپيان شوي دي. ))

د احسان الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.

دى وايي،چې تر بريده وروسته يې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک په ويجاړ حالت کې ليدلى او زياتوي ، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا سيمه کلا بنده شوه او څوک نږدې نه پرېښودل کېږي .

د نوموړي په وينا، کېداى شي دا بريد مرګ ژوبله ولري.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان په ختيځ کې د دوى پر ځواکونو بريد شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په دې بريد کې ددوى کوم سرتېرى نه دى وژل شوى، خو ا يساف ويلي چې دوى د خپلو ټپيانو په اړه معلومات له رسنيو سره نه شريکوي.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دې بريد کې يې د ايساف شپږ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.