Language

په خاکرېز کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې درې تنه وژل شوي

 کندهارښار (پژواک ٣ وږى ٩٣): د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې بهرنيو ځواکونو د دغې ولسوالۍ په لالک او زيرک سيمو کې عمليات کړي او درې ملکي وګړي يې وژلي دي.

د حاجي جاوېد په نوم د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکى، چې اوس په کندهار ښار کې اوسيږي، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دغه عمليات بهرنيو ځواکونو، دوه ورځې وړاندې د شپې ناوخته کړي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو درې ملکي وګړي وژلي دي.

د نوموړي په وينا، په همدې تړاو د سيمې يو شمېر اوسېدونکي کندهار ښار ته راغلي وو او خپل شکايت يې ولايتي ادارې ته سپارلى دى.

خو ولايتي اداره په دې اړه ناخبري ښيي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال وايي، تر اوسه د دې پېښې په اړه معلومات نه لري.

خو د خاکرېز ولسوال فضل محمد غريب شاه ،پېښه تاييدوي او وايي، دغه عمليات په خپلسرې توګه شوي او هغوى ترې خبر نه دي.

 ولسوال پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې په اړه يې هم له خلکو او هم له بهرنيو ځواکونو معلومات غوښتي.

هغه زياته کړه، د سيمې اوسېدونکي وژل شوي کسان عام وګړي ښيي، خو بهرني ځواکونه وژل شوي کسان شپږ تنه ګڼي او وايي، هغوى له ځانونو سره وسلې لرلې او وسله وال مخالفين دي.

د ده په خبره، بهرنيو ځواکونو دا هم ورته ويلي، دغو وسله والو چې پر وسلو او مخابرو سمبال وو، پر بهرنيو ځواکونو بريد کړى او هغوى متقابل بريد او عملياتو ته اړ شوي دي.

خو هغه د حقيقت موندنې په موخه له ولايتي ادارې وغوښتل، چې د پېښې پلټنه وکړي او سيمې ته يو پلاوى ولېږي.

تراوسه بهرنيو ځواکونو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بله خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، وژل شوي کسان ملکي وګړي او عام دوکانداران دي او له هغوى سره يې کوم تړاو نه درلود.

 

Related Topics