ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلور طالب قوماندانانو په ګډون اوه وسله وال ووژل شول

author avatar
27 Aug 2014 - 12:58
author avatar
27 Aug 2014 - 12:58

غزني (پژواک ٥ وږى ٩٣): چارواکي وايي، چې افغان او بهرنيو سرتېرو په غزني ولايت کې د عملياتو پر مهال د څلور طالب قوماندانانو په ګډون اوه تنه وسله وال وژلي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات تېره شپه د غزني ښار د ″قلاتې″  او ″ کلا قاضي″ په سيمو کې ترسره شوي دي.

زاهد وايي، چې د چټک غبرګون د پوليسو او د بهرنيو ځانګړو ځواکونو په دې عملياتو کې دڅلور طالب قوماندانانو په ګډون اوه وسله وال وژل شوي،خو نور چاته زيان نه دى اوښتى.

امنيه قوماندان د وژل شوو طالب قوماندانانو له ډلې د ″مبارز″ او ″اقبال ″نومونه ياد کړل، چې په وينا يې د غزني ښار د ناامنيو پېښې يې تنظيمولې.

د غزني ښار د قلاتې د سيمې يوه اوسېدونکي محمدکريم پژواک ته وويل، چې تېره شپه له لسو بجو يې پر سيمه الوتکې ګرځېدلې او د شپې ناوخته پلي پوځيانو په سيمه کې عمليات پيل کړل.

کريم وايي، چې د عملياتو پر مهال وسله واله نښته هم شوې، خو دى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل، چې په دې عملياتو کې ولسي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه په دې عملياتو کې د څلور طالب قوماندانانو د وژل کېدو پخلى وکړ، چې په وينا يې پر امنيت به ښه اغېزه ولري.

د والي وياند هم يواځې د دوو طالب قوماندانانو ″مبارز″ او″ اقبال″ نومونه ياد کړل ، خو د نورو د هويت په تړاو يې څه ونه ويل.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې تېره شپه يې په غزني ښار کې له افغان او بهرنيو پوځيانو سره په نښته کې درې وسله وال وژل شوي دي.

مجاهد په دې نښته کې د طالب قوماندانانو د وژل کېدو خبرونه ردوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.