ژبه

نور : امکان لري چې د رايو د بيا شمېرنې بهير سبا پاى ته ورسيږي

محمد حلیم کریمی

۱۲ وږی ۱۳۹۳ - ۱۷:۳۱

Views: ۴۸

کابل(پژواک، ١٢ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې تر اوسه د ټولو رايو نږدې ٩٤ سلنه صندوقونه تفتيش او بيا شمېرل شوي او احتمال لري، چې دغه پروسه سبا ورځ پاى ته ورسيږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د رايو ٢١٣٤٣ صندوقونه بيا شمېرل شوي او يواځې ١٤٨٥ صندوقونه پاتې دي، چې احتمالا تر سبا پورې به وڅېړل شي.

د نور په خبره، څه باندې ٢٤٠ ټيمونه په دوو شفټونو کې د بيا شمېرنې بهير مخته وړي.

هغه په ورته وخت کې يادونه وکړه، چې د رايو د بيا شمېرنې بهير د ټاکنو کمېسيون، د ملګرو ملتونو د متخصصينو، ملي او نړيوالو څارونکو ترمنځ د ښې همغږۍ  په شتون کې وړاندې ځي.

نوموړي زياته کړه:((نن د بيا شمېرنې او تفتيش  بهير په ځانګړي نظم مخته لاړ او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو، ملي او نړيوالو څارونکو په حضور کې په ښه ډول روان دى او حتى ويلى شم، چې د نوماندانو د څارونکو له شتون نه هم اوس پرې ښه او کره څارنه کيږي.))

نور څرګنده کړه، چې د رايو د ٢٢٨٢٨ محلونو په اړه د بيا څېړنې کار ساده نه، بلکې ګران او ستونزمن و او دا يو ډېر پېچلى ماموريت و.

سرچينې وويل، چې تراوسه پورې د رايو ١٩٣١٨ چک لېستونه او د رايو نهايي پايلې سيسټم ته ننوتلي ، چې له دې ډلې ١٨٠٥٥جدولونو اته پړاونه هم وهلي او وروستۍ پرېکړې ته چمتو دي.

نوموړي زياته کړه، چې کمېسيون تراوسه په پنځو علني غونډو کې د ١٢٣٥٦ محلونو د عالي څېړنې او ٢٣٦٥ محلونو د ځانګړې څېړنه په اړه تصميم نيولى دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وويل، چې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسيون سبا ته خپله شپږمه علني غونډه جوړه او د ځينو محلونو د بيا څېړنې د پايلو په اړه تصميم ونيسي.

نور وويل، چمتو دى چې د ټاکنو دتفتيش د بهير په اړه د اصلاحاتو او همپالنې ټيم هر ډول پوښتنو ته ځواب ورکړي. هغه زياته کړه، چې د کمېسيون د دار الانشا ټيم د ملګرو ملتونو له سازمان سره کار کوي، چې په دې برخه کې پر ابهاماتو رڼا واچوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رايو د بيا څېړنې بهير او د دواړو ټاکنيزو ډلو د څارونکو، ملي او نړيوالو مشاهدينو ترمنځ د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه دوام لري.

خو د ډاکټر عبدالله ټاکنيزې ډلې تېره اونۍ د رايو د بطلان پر لايحه نيوکه وکړه او د رايو د تفتيش بهير يې ترک کړ.

له دې وروسته د اشرف غني احمدزي ډلې څارونکي هم د ملګرو ملتونو په غوښتنه د تفتيش له بهيره ووتل او ټاکنيز بهير د ملي او نړيوالو څارونکو له خوا د دواړو نوماندانو له څارونکو پرته مخته يوړل شو.