ژبه

د افغانستان رئیس‌الوزراء او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د همکاریو پر پراختیا وکړې

احمد صهيب حسرت

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۵:۵۲

Views: ۱

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان ا.ا رئیس‌الوزراء په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې؛ هغه د قزاقستان ولسمشر ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې او د قزاقستان د ولسمشر له لوري ورته قزاقستان ته د سفر رسمي بلنه هم سپارل شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې رئیس الوزراء، ملا محمد حسن اخوند نن له غرمې مخکې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر، سیریک ژومان ګارین سره – چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی – وکتل.

د خبرپاڼې له مخې، سیریک ژومان ګارین ویلي چې د قزاقستان جمهوررئیس افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له نږدې څاري، ځکه افغانستان په سیمه کې د قزاقستان مهم شریک دی.

د نوموړي په وینا، قزاقستان له افغانستان سره بشري همکاریو ته، په ځانګړې توګه راستنېدونکو کډوالو او د طبیعي پېښو زیانمنو افغانانو ته، ځانګړې پاملرنه کوي او په همدې لړ کې یې نن اته واګونه بشري مرستې افغانستان ته رالېږلې چې خېمې، درمل او نور اړین توکي په کې شامل دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر ویلي: «موږ غواړو له افغانستان څخه قزاقستان ته د صادراتو کچه لوړه کړو، په همدې موخه به نن په کابل کې افغان – قزاق ګډه تجارتي خونه پرانیستل شي.»

د خبرپاڼې له مخې، سیریک ژومان ګارین دې ته په اشارې چې افغانستان د سالمې رهبري په لرلو سره په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي، ویلي چې قزاقستان په ټولو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

فطرت لیکلي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ته د دغه هیواد د ولسمشر له لوري د سفر رسمي بلنه هم ورکړه.

هغه زیاتوي چې ملا محمد حسن اخوند هم د دواړو هیوادونو اړیکي مهمې بللي او ویلي یې دي چې  دا مهال افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه کړي، چې دا ټول د دوستو هیوادونو د همکاریو پایله ده.

هغه ویلي، ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کېږي چې په بېلابېلو برخو کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د اړیکو پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې، رئیس الوزراء هم د قزاقستان ولسمشر، قاسم جومارت توکایوف ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.