ژبه

بلجیم د اروپايي ټولنې غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت پلاوي ته ویزې صادر کړې دي

احمد صهیب حسرت

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۴

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): بلجیم د افغانستان د اسلامي امارت د پنځه‌کسیز پلاوي لپاره، چې ټاکل شوې د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې په یوه غونډه کې ګډون وکړي، یو ورځنۍ ویزې صادرې کړې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه ویزې د مودې او جغرافیایي ساحې له پلوه محدودې دي او یوازې بلجیم ته د یوه ورځني سفر لپاره اعتبار لري.

اروپايي کمېسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي هغې يوې غونډې ته وربللي وو چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې له حقه بې‌برخې افغان وګړو د بېرته ستنولو او بیا منلو په اړه جوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، یادې ویزې پرون ماښام صادرې شوې دي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، دغه غونډه تخنیکي بڼه لري او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

د هغه په خبره، د اروپايي ټولنې ځیني غړي هېوادونه د هغو کسانو د ایستلو لپاره د لارو چارو په لټه کې دي چې درانه جرمونه یې ترسره کړي یا د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د هغه لیک له مخې چې رویټرز لیدلی، د خبرو اترو اصلي محور به «د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل وي چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه لري.»

د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.