Language

د اروزګان والي: د ټاکنيز بهير ځنډ پر پرمختيايي کارونو بده اغېزه کړې

ترينکوټ، اسعداباد( پژواک  ١٥ وږى ٩٣) : د  اروزګان  والي وايي، چې د ټاکنيز بهير ځنډ په دې ولايت کې د بيارغونې پر پروژو بده اغېزه کړې ده.

والي امان الله تېموري دا څرګندونې په دې ولايت کې د حج او اوقافو رياست لپاره د نوې ودانۍ د پرانيستو په مراسمو کې وکړې.

هغه وويل، چې دغه دوه پوړېزه ودانۍ په دوه جربيه ځمکه  کې جوړه شوې، چې ١٤ اداري خونې او نور ملحقات لري.

د تېموري په وينا، پر يادې ودانۍ ۹،۷ ميليونه افغاني لګښت راغلي ، چې د حج او اوقافو د وزارت له لوري ورکړل شوى دى.

والي وويل چې د ټاکنو پروسې اوږدېدل او د دې پروسې پرسرلانجې د نورو ستونزو ترڅنګ  د اروزګان ولايت پر  پرمختيايي کارونو بده اغېزه کړې ده.

دغه راوز د اروزګان ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله پژواک ته وويل، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به يې چارې چټکې شي.

ده وويل، چې تر دې مخکې په يوه دولتي کمپلکس کې اوسېدل او يواځې په دوه خونو کې يې د رياست ټولې چارې تنظيمولې.

بلخوا چارواکي وايي، چې د نورستان ولايت په مرکز پارون کې يې د يوه پول د جوړولو چارې بشپړې او په واما ولسوالۍ کې يې د دوه پلونو د جوړولو کارونه پيل کړل.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پارون پر پول ۳ ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

والي وايي، چې دا هر يو پول ٥١ متره لږوالى لري، چې د جوړېدو مالي لګښت يې د فوايد عامې  وزارت ورکړى دى.

هغه وويل، چې د دې پلونو په جوړېدو سره به ډېرو ځايي خلکو ته د تګ راتګ اسانتاوې برابرې شي.