کندهار (پژواک ١٧ وږى ٩٣): د کندهار په ارغستان کې د ځانمرګي بريد له امله د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان له دوو ساتونکو سره وژل شوى او ٦ پوليس ټپيان شوي دي.
پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په ودانۍ کې دننه شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګي خپل واسکټ ته د امنيې قوماندانۍ دننه چاودنه ورکړې ده.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ارغستان امنيه قوماندان عبدالمناف او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او ٦ پوليس ټپيان دي.
دى وايي، په پېښه کې ټپي پوليس روغتون ته رسول شوي، چې د دوو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، چې د ارغستان د پېښې د څېړلو په موخه پلاوى يادې ولسوالۍ ته تللى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، لا نه ده معلومه چې ځانمرګي بريد کوونکي څنګه د ارغستان ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ ته دننه ځان رسولى و.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، دغه بريد د مصطفى په نوم د هغوى يوه ملګري کړى چې د امنيې قوماندان عبدالمناف په ګډون يې ١٠ تنه وژلي او ٨ يې ټپيان کړي دي.
ارغستان د کندهار له ښاره سوېل ختيځ ته په سل کيلومترۍ کې له ډيورنډ کرښې سره پرته ولسوالۍ ده.
دغه ولسوالي د پاکستان د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له شهرصفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.