غزني (پژواک ۱۷ وږی ۹۳): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت وروستۍ پېښې د ٨١ ميليونه افغانيو په ارزښت مالي زيان اړولى دى.
د تېرې پنجشنبې به ورځ وسله والو طالبانو د غزني د ملي امنيت او چټګ غبرګون د قطعې پر ودانيو د موټربم چاودنې او ډله ييز بريد ترسره کړل چې خورا ډېر مالي او ځاني زيانونه يې واړول.
چارواکو ويلي وو چې په دې پېښه کې د امنيتي سرتېرو په ګډون نږدې ٣٠ تنه وژل شوي او د ١٣٦ ملکي وګړو په ګډون تر ١٥٠ نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونکو او ولايتي چارواکو وويلي وو، د موټربم چاودنه ډېر زوروره وه، چې له امله يې د ښار ډېرې ودانۍ، مارکېټونه او کورونه زيانمن شوي دي.
د غزني والي موسی خان اکبرزاده د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې پېښې د زيانونو د معلومولو لپاره يې ګومارلي پلاوي خپل رپوټ بشپړ کړى دى.
والي زياته کړه، د ياد٣٠ کسيزه پلاوي په رپوټ کې راغلي چې وروستۍ پېښې د غزني ولايتي ادارې ته ٨١ ميليونه افغانۍ مالي زيان رسولى دى.
اکبرزاده وويل: ((په هغې پېښه کې ۵۰ دولتي ادارې زيانمنې يا هم خرابې شوې دي.))
د غزني والي د يادو ادارو لېست خپور نه کړ خو يادونه يې وکړه چې تر اوسه ورسره له فوايد عامې وزارته پرته نورو وزارتونو مرسته نه ده کړې.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د يادو ودانيو د جوړولو لپاره ورسره بايد مالي مرستې وشي.
بلخوا د غزني په پېښه کې بيا يو شمېر زيانمن ملکي وګړي وايي چې ښايي اوښتي زيانونه تر دې هم ډېر وي.
نورالرحمن؛ هغه زيانمن هټۍ وال چې د ملي امنيت ودانۍ ته څېر د موبايلو هټۍ لري.
د هغه هټۍ د مارکېټ په لومړي پوړ کې ده چې د غزني د وروستۍ پېښې له امله يې ټولې ښيښې او د هټۍ المارۍ راغوځېدلې دي.
هغه په داسې حال کې چې د هټۍ المارۍ يې سمولې له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې دوکان يې له منځه تللى او تر ١٠زره امريکايي ډالرو زيان ور اوښتى دى.
ده وويل، يو شمېر قيمتي موبايلونه يې په شوکيس کې پراته وو چې د چاودنې پر مهال يې ښيښې ماتې شوې او خراب کړي يې دي.
د غزني ښار د سلطان مارکېټ محمدقاسم پژواک ته وويل چې په چاودنه کې د دغه مارکېټ ٥٠ سلنه برخه زيانمه شوې ده.
دغه مارکېټ چې د پېښې ځاى ته نږدې دى د منشې په وينا يې اوس يې يوازې کنډواله ولاړه ده
داسې ښکاري چې د غزني په پېښه کې دولت ته د ٨١ ميليونه افغانيو له زيانونو سره سره د دغه ولايت سوداګرو، هټۍ والو او ځايي کورنيو ته هم ميليونونه افغانۍ زيانونه اوښتي دي.