Language

بلخ کې د کرکټ لوبې وده کړې

مزارشريف (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): د هېواد د شمال په مرکزي ولايت بلخ کې د کرکټ لوبه ډېره وده کړې او په دې وروستيو کې عامه شوې ده.

په دغه ولايت کې د کرکټ د لسګونو رسمي سيمه ييزو لوبډلو تر څنګ نوي زلميان هم دښتو او ميدانونو ته وځي او د کرکټ لوبه ترسره کوي.

په افغانستان کې د کرکټ لوبه لومړى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ١٩٩٦ زېږديز کال کې په رسمي ډول د دغه هېواد په لوبو کې شامله شوه او په ٢٠٠١ زېږديز کال کې يې د اسيايي هېوادونو د شورا غړيتوب ترلاسه کړ.

همدارنګه افغانستان په ٢٠٠٣زېږديز کال کې د نړيوالې ټولنې د کرکټ د شورا غړيتوب هم ترلاسه کړ.

د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار سوېل لور ته، د خالد بن وليد ښارګوټي ته څېرمه د سړک دواړو خواوو ته په پراخه دښته کې ځای ځای مازديګر مهال د کرکټ لوبه ترسره کېږي.

۲۳ کلن محمد امين چې له ملکي جامو سره يې پيک لرونکي خولۍ پر سر وه، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ لس ملګري يو او په اونۍ کې دوه درې ځلې دې دښتې ته د کرکټ لپاره راځو.))

نوموړي په داسې حال کې چې د څو ځوانانو د کرکټ نندارې ته ناست و، ځان د خپلې لوبډلې کپتان معرفي کړ او زياته يې کړه، چې همدا اوس يې ملګري بيټينګ کوي او دى يې منډې شمېري.

د هغه په وينا، پنځه شپږ کاله وړاندې له دې لوبې سره دلته دومره خلک اشنا نه وو، په دښتو کې به يواځې د فوټبال لوبه ترسره کېده خو له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې کرکټ هم عام شوى دى.

امين د لوبې د ځاى نورو خواوو ته په اشارې وويل چې هره ورځ دلته د ښار له بېلابېلو برخو ځوانان راځي او د کرکټ لوبه کوي.

په بلخ کې د کرکټ لوبه يواځې د دغه ولايت تر مرکز مزارشريف ښار پورې محدوده ده، بلکې د ياد ولايت په بلخ، چاربولک، چمتال، شولګر او دولت اباد ولسواليو کې هم ځای ځای دغه لوبه کېږي او خلک ورسره اشنا دي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي ۲۶ کلن محمد دين پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو د خپل کلي وچ خوړ ته څېرمه په هوار ميدان کې له کليوالو سره د کرکټ لوبه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((پنځه کاله مخکې له پېښوره دلته خپل کلي ته راغلم، کرکټ مې همالته زده کړی و؛ په پيل کې دلته څوک نه وو، ما له ځان سره بېټ او بالونه راوړي وو، له خپلو وروڼو او د تره له زامنو سره به اخته وو، خو اوس ټول کلی کرکټ کوي.))

د هغه په وينا، له تېرو دوو دريو کلونو په دې ولسوالۍ کې د کرکټ مينه وال ډېر شوي او ځای ځای په هوارو ميدانونو کې د کرکټ لوبه کېږي.

محمد دين وايي چې د دوی د کلي لوبډله رسمي نه ده خو دی د چمتال ولسوالۍ په رسمي لوبډله کې شامل دی.

د بلخ ولسوالۍ د باغوراق کلي اوسېدونکي او د کرکټ سيمه ييز لوبغاړي ۲۴ کلن جمعه خان پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې هغه مهال د کرکټ لوبې لا وده وکړه او مينه وال يې ډېر شول، چې د کرکټ ملي لوبډله په تلويزيونو کې د نړۍ له نورو لوبډلو سره په لوبه کې وليدل شوه.

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کې په کابل کې د شپږيزې په نوم د کرکټ کورنيو سياليو تر ډېره د سيمه ييزو لوبغاړو تنده ماته کړه.

خو د بلخ د کرکټ ځيني سيمه ييز لوبغاړي وايي چې کرکټ بورډ بايد په دغه ولايت کې د کرکټ لوبې د اسانتياوو رامنځ ته کولو تر څنګ د کرکټ لوبې د روزنې کمپونه هم فعاله کړي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي او د کرکټ لوبغاړي محمد شکېب پژواک ته وويل چې د دغه ولايت له مرکز پرته چې د کرکټ لوبغالى په کې جوړ شوی په ولسواليو کې دغه ډول اسانتياوې نشته.

نوموړي زياته کړه: ((موږ دا تمه نه لرو چې په ولسواليو کې دې هم لومړۍ درجه ميدانونه جوړ شي خو لږ تر لږه داسې رسمي ميدانونه بايد په نښه کړای شي چې ځوانان په کې په ازاده توګه لوبه وکړای شي، چې تر دې دمه نشته.))

د هغه په وينا، چېرې چې هوار ميدان وليدل شي نو ځوانانو په کې ځان ته پيچ جوړ کړی وي، چې څه موده وروسته په کې له کومې ستونزې سره مخ وي او بيا د بل ځای غم خوري.

په شمال کې د کرکټ بورډ مسوولين که څه هم په بلخ ولايت کې د کرکټ د شته ستونزو د پخلي تر څنګ په دغه ولايت کې د کرکټ د عامېدو او د مينه والو د زياتېدو تاييد هم کوي.

په شمال زون کې د کرکټ بورډ مسوول ډاکټر نورعالم فريد خبري اژانس ته وويل چې په شمال کې د کرکټ لوبه يواځې په بلخ ولايت کې نه، بلکې د دغه زون په هره سيمه کې عامه شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((څه موده وړاندې مو بدخشان ولايت ته رسمي سفر درلود، په دغه ولايت کې يې هم ځای ځاى ځوانان د کرکټ په لوبه کې وليدل.))

د هغه په وينا، بلخ بيا په شمال کې د هغو ولايتونو په کتار کې راځي چې په دې وروستيو کلونو کې په کې کرکټ خورا وده کړې ده.

ډاکټر فريد وويل چې په دغه ولايت کې له ۶۰ زيات رسمي او غير رسمي د کرکټ لوبډلې شته، چې د کرکټ د ودې او پرمختګ ښه بېلګه يې ګڼلی شو.

نوموړي په دغه ولايت کې د کرکټ په برخه کې د اسانتياوو د رامنځ ته کولو په اړه وويل چې په مزارشريف ښار کې د کرکت يو نړيوال ميدان جوړ شوی او ګټې اخيستنې ته هم چمتو دی.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي د ولسواليو په کچه هم د لوبډلو لپاره فرعي ميدانونه جوړ کړي.

فريد د کرکټ د مسلکي زده کړې به اړه وويل چې په دې وروستيو کې به په مزارشريف ښار کې د کرکټ د مسلکي زده کړې خصوصي اکاډمي هم پرانيستل شي چې د بلخ د کرکټ د پرمختګ لپاره ستر ګام دی.

Related Topics